Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 8:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 بنى اِسرائيل لواړ تېر کړے شوى دى. اوس هغوئ په نورو قومونو کښې خوارۀ شوى دى او د بېکاره لوښى په شان پراتۀ دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 8:8
19 Iomraidhean Croise  

د اسور بادشاه د اِسرائيل خلق اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلع ښار کښې، څۀ د خابور سيند سره نزدې د جوزان په ضِلع کښې او څۀ د ماديو په ښارونو کښې يې آباد کړل.


دا ټوټې ټوټې شى د خټې د هغه لوښى په شان چې ټکړې ټکړې کړے شوى وى او د هغې يوه ټوټه به هم دومره نۀ وى چې په هغې کښې بل سکارۀ راواخستلے شى، يا په کښې د ډيګۍ نه اوبۀ راوويستلے شى.“


خلقو ووئيل چې، ”ولې دا سړے يهوياکين بادشاه د هغه مات منګى په شان دے څۀ، کوم چې غورزولے شوے وى او د هيچا په کار نۀ وى؟ هغه او د هغۀ بچى ولې په يو داسې مُلک کښې جلاوطن کړے شوى دى چې هغوئ ته هيڅ پته هم نۀ وى؟“


اے د قوم شپونکو تاسو په خپل ځان باندې ژړا او ماتم وکړئ، او اے د قومونو مشرانو تاسو په خاورو ايرو کښې ورغړېږئ. ځکه ستاسو د حلالېدلو او خورېدلو وخت رارسېدلے دے. تاسو به د خټو د نازک لوښى په شان راوغورزېږئ او ټوکړې ټوکړې به شئ.


مالِک خُدائ فرمائى چې، د موآب د هر يو کور په سر او په هره لاره او کوڅه کښې ماتم او ژړا اورېدلے کيږى. ځکه چې ما موآب لکه د هغه لوښى په شان چې څوک يې هم نۀ غواړى ټوټه ټوټه کړو.


”بنى اِسرائيل د ګډو د هغه خورې ورې شوې رمې په شان دے چې زمرو په مخه کړې وى. په اول ځل چې چا تېر کړل هغه د اسور بادشاه وو، په آخر کښې چا چې د هغۀ هډُوکى مات کړل هغه نبوکدنضر د بابل بادشاه وو.


”نبوکدنضر د بابل بادشاه مونږ لواړ تېر کړُو، او هغۀ مونږ سرګردانه او مات کړُو، هغۀ مونږ لکه د تش منګى په شان يوې خوا ته وغورزولو. لکه د ښامار په شان يې تېر کړُو او زمونږ د ښو غوښو نه يې خپله ګېډه ډکه کړه، او نوره يې بيا د خولې نه تُو کړه.“


ستا ټول دشمنان تا پورې خندا کوى، او ستا خلاف يې خپلې خولې کولاو کړې دى، هغوئ نېغ نېغ ګورى او خپل غاښونه چيچى، او هغوئ چغې وهى چې، ”مونږ هغه لواړه تېره کړه. مونږ د دې ورځ انتظار کولو او آخر مو وليدله.“


مالِک په بې‌رحمۍ سره د يعقوب د اوسېدو ټول ځايونه تباه کړل. او په خپل قهر کښې هغۀ د لور يهوداه د ښار مضبوطې قلعه ګانې راوغورزولې. په بې‌عزتۍ سره هغۀ زمکې ته بادشاهى او د دې بادشاهان راوغورزول.


مالِک د هغوئ د دشمن په شان شو، هغۀ اِسرائيل تباه کړو، هغۀ د هغۀ ټول محلونه تباه کړل، د هغۀ مضبوطې قلعه ګانې يې تباه کړې. هغۀ د لور يهوداه ښار په ماتمونو او مرثيو کښې اضافه وکړه.


د صيون بيش قيمته ماشومان، چې د خالص سرو زرو په تول وُو، خو اوس هغه لکه د خاورين لوښو په شان دى، لکه چې کُلال جوړ کړى وى.


زمونږ ميراث غېرو ته حواله شوے دے او زمونږ کورونه پردو خلقو قبضه کړى دى.


نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ هغوئ وران ويجاړ کړې، د هرې خوا نه يې وډبولې او تۀ د نورو مُلکونو او قومونو ملکيت او د خندا او غېبت سبب وګرځېدې،


زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.


خو کۀ د خُدائ پاک مرضى وه چې خپل غضب وښائى او خپل طاقت څرګند کړى نو ځکه يې د غضب هغه لوښو سره ډېر صبر وکړو چې د تباه کېدو دپاره تيار شوى وُو،


مالِک خُدائ به ستاسو دشمنانو له په تاسو باندې فتح ورکړى. تاسو به د يو طرف نه په هغوئ باندې حمله وکړئ، خو تاسو ته به د تېښتې لار نۀ ملاويږى، چې د زمکې خلق ستاسو دا حالات وګورى نو وبه يريږى چې دا په تاسو څۀ شوى دى.


مالِک خُدائ به تاسو په ټولو قومونو کښې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به تاسو د هغه معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼو نه جوړ وى، د هغه بُتانو چې د دې نه مخکښې نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ د هغې عبادت کړے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan