4 هغوئ زما د اجازت نه بغېر بادشاهان جوړ کړل، هغوئ زما د رضا نه بغېر مشران مقرر کړل. هغوئ د خپلو سرو زرو او سپينو زرو نه بُتان جوړ کړى دى او په ځان يې پخپله تباهى راوستې ده.
د مشورې اخستلو نه پس، بادشاه دوه د سرو زرو سخى جوړ کړل او خپلو خلقو ته يې ووئيل، ”تاسو د ډېرې مودې نه د عبادت دپاره يروشلم ته ځئ. اے اِسرائيليانو، ستاسو خُدايان دا دى چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.“
د دې ګناه په وجه د يربعام بادشاهى ختمه شوه او د زمکې د مخ نه ورکه شوه.
هغۀ نۀ صرف د يربعام بادشاه ګناهونه معمولى ګڼل بلکې هغۀ د صيدانى بادشاه اِتبعل لور ايزبل هم وادۀ کړه او د بعل عبادت يې وکړو.
خلق خو ځان له خپل خُدايان په خپله جوړوى، خو په حقيقت کښې هغه صحيح خُدايان نۀ وى.“
خپلو ټولو ګناهونو ته شا کړئ کوم چې تاسو کړى دى، او په خپل ځان کښې نوے زړۀ او نوے روح پېدا کړئ. تاسو ولې مړ کېدل غواړئ، اے د بنى اِسرائيل قومه؟
نبوکدنضر بادشاه يوه د سرو زرو مجسمه جوړه کړه چې لس کم سل فټه اوچته او نهۀ فټه پلنه وه، او هغۀ هغه د بابل په صوبه کښې د دُورا په مېدان کښې ودروله.
ستاسو مشرانو به چې کله هم خبرې کولې نو ټول اِسرائيليان به ريږدېدل، کۀ څۀ هم چې دوئ اهم خلق وُو بلکې بعل ته په عبادت کولو سره يې ګناه وکړه او په دې کولو سره هغوئ خپله تباهى يقينى کړه.
ما په خپله غصه کښې تاسو له بادشاهان درکړى دى او په قهر کښې مې درنه اخستى دى.
اوس هغوئ ګناه کولو کښې اضافه کوى او خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو نه بُتان جوړوى. بيا چې انسان د خپلو لاسونو مهارت سره کوم بُتان جوړ کړى وُو نو هم هغه بُتانو ته وائى چې، ”دې ته قربانۍ پېش کړئ. او دا د سخى بُت ښکل کړئ.“
هغې ته پته نۀ وه چې زۀ هغه ذات يم چا چې هغې له غله، مے، د زيتُونو تېل او هغه ډېر سرۀ زر او سپين زر ورکړل. خو هغې هغه هر څۀ بعل بُت ته په عبادت کښې پېش کړل.
خو بنى اِسرائيلو هغه څۀ رد کړى دى څۀ چې ښۀ دى، نو دشمن به هغۀ پسې وى.
خو هغۀ ورته جواب ورکړو، خبره دا ده چې زۀ تاسو نۀ پېژنم.
خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ.
خو هغه به بيا درته داسې ووائى چې، زۀ خو تاسو د سره نۀ پېژنم چې د کوم ځائ نه راغلى يئ. تاسو ټول بدکاران زما نه ورک شئ.
زۀ ښۀ شپون يم. زۀ خپلې ګډې پېژنم او زما ګډې ما پېژنى،
خو ولې اوس تاسو خُدائ پاک وپېژندلو، بلکې اوس خُدائ پاک تاسو وپېژندلئ، نو بيا تاسو خپلو هغه کمزورو او بېفائدې اولنو دُنياوى اصُولو ته ولې راګرځئ؟ او ولې ځان بيا د هغوئ غلام جوړول غواړئ؟