12 اګر چې ما هغوئ دپاره خپل شريعت ډېر تشريح کړو، خو هغوئ ځان داسې ناغرضه کړو لکه چې دا شريعت هډو د هغوئ دپاره نۀ وى.
خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه، هغوئ ستا قانون ته شا کړه. هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو، کومو چې ورته فرمائيل چې تا ته واپس راوګرځى. هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله،
سترګې مې پرانيزه چې زۀ ووينم او ستا د قانون عجيبه حقائق وګورم.
تاسو د اصلاح نه نفرت کوئ او تاسو زما حُکمونه شاته غورزوئ.
ما ستا دپاره دېرش خبرې ليکلې دى په کومو کښې چې عِلم، او نصيحت دے.
ځکه چې دا قوم سرکش دے او دا همېشه دروغ وائى او د مالِک خُدائ تعليمات منلو ته تيار نۀ دى.
ما هغوئ له خپل حُکمونه ورکړل او خپل قانون مې هغوئ ته وښودلو، هر څوک چې په دې عمل کوى نو هغوئ به ژوندى پاتې شى.
زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم.
نو بيا يهودى په غېر يهودى باندې څۀ غوره والے لرى؟ او يا د سنت کېدلو فائده څۀ ده؟
نو شريعت پاک دے او حُکمونه يې هم پاک دى او صادق او ښۀ دى.