11 اګر چې بنى اِسرائيل د ګناه د لرې کولو دپاره ډيرې قربانګاه جوړې کړې دى، خو هم دغه قربانګاه د هغوئ دپاره د ګناه ځايونه شول.
نو زۀ به تاسو د دې مُلک نه داسې مُلک ته وشړم چې نۀ يې تاسو ته څۀ پته شته او نۀ يې ستاسو پلار نيکۀ ته څۀ پته وه، نو هلته به تاسو شپه او ورځ د نورو معبودانو عبادت کوئ، ځکه چې زۀ به په تاسو نور رحم نۀ کوم.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يهوداه د خلقو ګناه د اوسپنې په قلم چې نوکه يې د هيرې ده، ستاسو د کاڼو نه په سختو زړُونو نقش شوې ده او ستاسو د قربانګاه په ګوټونو ليکلې شوې ده.
د آون علاقائى عبادتخانې به تباه شى چرته چې بنى اِسرائيلو ګناه کوله. د هغوئ په قربانګاهو باندې به واښۀ او ازغى راشنۀ شى. نو خلق به غرونو ته چغې وهى چې، ”مونږ پټ کړه.“ او غونډو ته به چغې وهى چې، ”په مونږ راپرېوځه.“
خو په جِلعاد کښې د بُتانو عبادت کيږى او څوک چې د هغوئ عبادت کوى هغوئ د هيڅ کار نۀ دى. او په جِلجال کښې هم هغوئ غوَيان قربانى کوى خو د هغوئ د قربانو د ځايونو نه د کاڼو ډيرى جوړ شوى دى لکه څنګه چې د يوه شوى پټى په غاړه کښې د کاڼو ډيرى پراتۀ وى.
د خلقو بد عملونه هغوئ ته دا اجازت نۀ ورکوى چې خپل خُدائ پاک ته واپس راوګرځى. ځکه چې د زنا عادت هغوئ په خپل قابو کښې اخستى دى او هغوئ مالِک خُدائ نۀ پېژنى.
هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې انسان جوړ کړى وى، د لرګو او د کاڼو معبودان، هغه معبودان چې نۀ ليدل او نۀ اورېدل کولے شى، نۀ خوراک او نۀ بويول کولے شى.