نو په دې وجه به زۀ ستا ټول عاشقان يو ځائ ته راغوڼد کړم، د چا نه چې تا خوندونه اخستل، د چا سره چې تا مينه کوله او هغوئ د چا نه چې تا نفرت کولو. زۀ به ستا ټول دشمنان د هر ځائ نه راغونډ کړم او د هغوئ په وړاندې به دې بربنډه کړم تر هغې چې هغوئ ټول تا په مکمل توګه لغړه وګورى.
لکه څنګه چې خلق سپين زر، تانبه، اوسپنه، سيکه او ټيمان راټولوى او په بټۍ کښې يې په تېز اور ويلى کوى، نو هم داسې به زۀ تاسو خپل قهر او غضب کښې راټول کړم او په ښار کښې دننه به مو واچوم او ويلى به مو کړم.