8 بنى اِسرائيل خپل ځان لکه د اوړو په شان نورو قومونو سره اغږلے دے. بنى اِسرائيل لکه د هغه روټۍ په شان دے چې صرف يو مخ يې پوخ شوے وى.
الياس د خلقو په مخکښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې به تاسو په دوو عقيدو کښې ګډ وډ يئ؟ کۀ مالِک خُدائ، خُدائ پاک وى، نو هغۀ پسې روان شئ، خو کۀ بعل خُدائ وى، نو هغۀ پسې روان شئ.“ خو خلقو هيڅ هم ونۀ وئيل.
کله چې دا هر څۀ وشول نو د بنى اِسرائيلو څۀ مشران راغلل او ما ته يې ووئيل چې خلقو، اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه د ګاونډى مُلکونو يعنې عمون، موآب، مِصر، کنعان، حِتى، فرزى، يبوس او امورى مُلک د خلقو نه جدا نۀ ساتل. دوئ هم هغه حرام کارونه کول چې کوم هغه خلقو کول.
هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ دې هيڅکله د هغه خلقو سره ودونه ونۀ کړُو او نۀ د هغوئ سره د ښۀ کېدو او کاميابېدو دپاره مدد وکړُو دا د دې دپاره چې هغه څيزونه مونږ ته مِلاو شى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى او چې دا مُلک به زمونږ اولاد ته په ميراث کښې مِلاو شى.
خو د دې په ځائ هغوئ هم په قومونو کښې ورګډ شول او د هغوئ رِواجونه يې خپل کړل.
کله چې اِسرائيل خپله بيمارى او يهوداه خپل زخمونه وليدل، نو اِسرائيل لاړل چې د اسور د لوئ بادشاه نه مدد وغواړى، خو هغۀ نۀ دوئ ته شفا ورکولے شوه او نۀ يې د دوئ د زخمونو علاج کولے شو.
هغوئ د مالِک خُدائ سره بېوفائى کړې ده، او حراميان بچى يې پېدا کړى دى. نو اوس به نوې مياشت هغوئ سره د جائيداد لواړ تېر کړى.
د پردى مُلک خلق د هغۀ طاقت خورى خو هغۀ ته د دې پته نشته، د هغۀ سر د سپينو وېښتو نه ډک دے خو هغۀ ته د دې پته نشته.
بنى اِسرائيليان به د مالِک خُدائ په مُلک کښې نۀ پاتې کيږى، بلکې هغوئ به مِصر ته واپس ځى او د اسور په مُلک کښې به حرام څيزونه خورى.
هغه څوک چې په چتونو د نمر، سپوږمۍ او ستورو عبادت کوى او هغوئ ته سجدې کوى، او په يو وخت کښې مالِک خُدائ ته سجدې کوى او د هغۀ په نوم قسم خورى او هم په هغه وخت کښې د مولک بُت په نوم قسم خورى.
يهوداه بېايمانى وکړه. يو حرام عمل يې په اِسرائيل يعنې يروشلم کښې کړے وو، د هغه پاک کور چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوله د هغه ښځو سره په وادۀ کولو چې بُت پرسته وې، يهوداه بېاحترامى وکړه.
يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے. ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.