6 د هغوئ زړونه لکه د تنور په شان د خپلو بدو منصوبو په وجه سوزى. د هغوئ غصه ټوله شپه بېلمبو سوزى او په سحر کښې لکه د اور لمبې وکړى.
کله چې تۀ راښکاره شې په هغوئ به د بټۍ په شان اور بل کړې. مالِکه خُدايه ستا د غضب اور به دوئ تير کړى او ستا اور به يې تباه کړى.
ترڅو پورې چې دوئ غلط کار نۀ وى کړے تر هغې خوب نۀ ورځى، ترڅو پورې چې دوئ چا ته تيندک نۀ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نۀ کوى.
هغوئ ټول زناکاران دى. هغوئ لکه د سور کړے شوى تنور په شان دى چې دومره ګرم وى چې د نانبائى د لاس وروړو ضرورت ورته نۀ وى. کۀ هغه اوړۀ واغږى او هغه خمبيره شى نو بيا هم تنور دومره ګرم وى چې روټۍ به پرې پخې شى.
هغوئ ټول لکه د تنور لمبه دى او خپل حکمرانان لواړ تېروى. د هغوئ ټول بادشاهان راپرېوتل، خو يو هم ما ته دُعا نۀ کوى.
افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.