Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 7:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هغوئ د خُدائ تعالىٰ نه بغېر هر خوا ګورى. هغوئ د کږې ليندې په شان نا اعتباره دى. د هغوئ آفسران به د خپلې سپکې خولې د لاسه په تُوره مړۀ شى او مِصريان به په هغوئ پورې خندا کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 7:16
32 Iomraidhean Croise  

مالِکه تۀ په خپله دوئ نه پرې کړه غوړ شونډان دوئ نه هغه ژبې پرې کړه چې په لافو دى ګويان.


دوئ وائى چې، ”مونږ به په خپله ژبه هر څۀ حاصل کړُو، څوک مو د وينا نه ايسارولے شى چې مونږ خپلې شونډې استعمال کړُو؟“


فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو، نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم، څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“


کلک کړى دى هغوئ خپل بې‌رحمه زړونه، واوره په خپله د هغوئ د لافو ډک کلامونه.


ژبه دې د نورو خلقو د تباهۍ په لټون کښې ده، او لکه د تېرې چړې په شان ده او ټګى ماره ده.


د يروونکو زمرو په مينځ کښې راګېر شوے يم، کوم چې د بنيادم غوښو خوړلو ته اوږے ناست وى، او د چا غاښونه چې د نېزو او غشو په شان وى او ژبې يې تېرې تُورې وى.


د هغوئ خبرې د آسمان نه هم اوچتې دى، او په خپله ژبه يې ټوله دُنيا وخوړله.


او د دوئ زړونه هغۀ ته وفادار نۀ وُو، او دوئ د هغۀ د لوظ سره وفادار نۀ وُو.


هغوئ د خپل ‎پلار نيکۀ غوندې بې‌وفا او بې‌ايمانه وُو، لکه د خرابې ليندې په شان نا باوره وُو.


بې‌شکه چې يروشلم په لړزان دے. او په يهوداه زوال راغلے دے. هغوئ چې هر څۀ وائى او کوم عمل کوى هغه د مالِک خُدائ خِلاف دے، هغوئ په جار بار د مالِک خُدائ خلاف بغاوت کوى.


نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“


خو د دې هر څۀ باوجود، د هغې بې‌وفا خور يهوداه ما ته په پوره زړۀ سره راونۀ ګرځېدله، خو صرف په ظاهرى شکل سره زما طرف ته راواپس شوه. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“


مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لکه څنګه چې زما قهر او غضب د يروشلم په خلقو نازل شوے وو، نو کۀ تاسو مِصر ته لاړئ نو زما غضب به په تاسو هم نازل شى. نو ستاسو نوم به د تل دپاره د لعنت، يرې او مسخرې په توګه اخستلے کيږى او خپل مُلک به دوباره ونۀ وينئ.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ به د خپلې خور پيالۍ وڅښې، يوه لويه او ژوره پيالۍ، دا به تا د خلقو د ټوقو او مسخرو کړى، ځکه چې دا پياله ډکه ده.


هغوئ چې چرته هم په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شول، هغوئ زما د مقدس نوم، په دې طريقې سره بې‌حرمتى وکړه، يعنې د هغوئ په حقله نورو قومونو دا وئيل چې، اګر چې هغوئ د مالِک خُدائ خپل خلق دى، خو هغوئ د هغۀ د وطن په پريښودو مجبور شول.


هغه به د خُدائ تعالىٰ خلاف خبرې کوى او د هغۀ په مقدسينو به ظلم وکړى، شريعت او د اخترونو مقرر وخت د بدلولو کوشش به وکړى. مقدسين به هغۀ ته د درې نيمو کالو دپاره حواله شى.


خو هغوئ به مِصر ته واپس شى او د اسور بادشاه به په هغوئ حکومت کوى، ځکه چې هغوئ ما ته د راګرځېدو نه اِنکار کړے دے.


زما خلقو کلکه فېصله کړې ده چې ما پرېږدى. هغوئ په خولۀ خو ما ته حق تعالىٰ وائى خو زۀ به هغوئ بچ نۀ کړم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے اِسرائيله او يهوداه، زۀ تاسو سره څۀ وکړم؟ ستاسو مينه ما سره لکه د سحر د دوند په شان زر ختمه شى او لکه د سحر د پرخې په شان زر والوځى.


په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ زما نه تښتېدلى دى. هغوئ تباه دى، ځکه چې هغوئ زما خِلاف سرکشى کړې ده. ما غوښتل چې هغوئ بچ کړم، خو هغوئ زما خلاف دروغ وئيلى دى.


بنى اِسرائيليان به د مالِک خُدائ په مُلک کښې نۀ پاتې کيږى، بلکې هغوئ به مِصر ته واپس ځى او د اسور په مُلک کښې به حرام څيزونه خورى.


هغوئ به مالِک خُدائ ته نۀ د ميو نذرانې وړاندې کړے شى او نۀ به يې په قربانيانو رضا کړے شى. د هغوئ د نذرانو روټۍ به د ماتم کوونکو د روټۍ په شان وى يعنې څوک هم چې دغه روټۍ خورى نو هغه به ناپاک شى. په دې به هغوئ صرف خپله لوږه ختموى، خو د مالِک خُدائ کور ته به د نذرانې په توګه نۀ شى وړلے.


ګورئ کۀ هغوئ د تباهۍ نه وتښتى هم، نو مِصر به هغوئ رايوځائ کړى، او ميمفِس به يې ښخ کړى. د هغوئ د سپينو زرو خزانې به په لوخو کښې ورکې شى، او د هغوئ په کورونو کښې به د ازغو بوټى راوټوکيږى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”تاسو زما په حقله سپکې سپورې خبرې وکړې،“ ”خو اوس تاسو تپوس کوئ چې، مونږ ستا خلاف څۀ وئيلى دى؟


تاسو ووئيل چې، د خُدائ پاک خِدمت کول بې‌فائدې دى. مونږ د هغۀ د حکمونو په منلو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج په حضور کښې په خپلو ګناهونو په ماتم کولو څۀ حاصل کړل؟ نه، هيڅ نه.


زۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چې څۀ فضول خبرې هم کوى نو د قيامت په ورځ به ورسره د هغې حساب کيږى.


په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى په خوشحالۍ سره يې قبول کړى خو جرړې يې نۀ وى او د لږ وخت دپاره پرې ايمان راوړى نو د آزمېښت په وخت کښې تيندک وخورى.


دغه شان ژبه هم يو ورکوټے اندام دے خو ډيرې غټې خبرې کوى څنګه چې يو ورکوټے بڅرکے يو لوئ ځنګل ته اور لګوى.


هغه يو صادق انسان چې په هغوئ کښې اوسېدلو هره ورځ د هغه صادق ژوند د هغوئ د بې‌شرعې کارونو د ليدلو او اورېدلو په وجه په عذابېدو.


او بلا ته دا اختيار ورکړے شو چې غټې غټې او د کُفر خبرې وکړى، او تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د حکومت کولو اجازت ورکړے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan