15 اګر چې هم ما د هغوئ تربيت وکړو او مضبوط مې کړل، خو هغوئ زما خِلاف بدې منصوبې جوړوى.
خو مالِک خُدائ په هغوئ مهربان او رحم کوونکے وو. او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې تباه شى، خو د هغه لوظ په وجه يې د هغوئ مدد کولو، چې کوم يې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړے وو. هغۀ هيڅکله خپل خلق نۀ هېرول.
نو مالِک خُدائ اِسرائيلو له يو خلاصونکے راولېږلو، چې هغوئ يې د شاميانو نه آزاد کړل، نو اِسرائيلو د مخکښې په شان په امن کښې ژوند تېرولو.
چې خُدائ پاک څوک ټيک کړى نو هغوئ څومره خوشحاله وى، نو په دې وجه د قادر خُدائ تربيت ته سپک مۀ ګورئ.
او څوک چې د شرارت منصوبې په خپلو زړونو کښې جوړوى او هره ورځ جنګ تودهوى.
قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بېفائدې سازشونه کوى؟
تاسو ټول به ترڅو په سړى باندې حملې کوئ؟ کوم کس چې د کچه دېوال او کمزورى باړ په شان وى.
بختور دے هغه څوک چې تۀ يې تنبيه کوې مالِکه خُدايه، بختور دے هغه چا له چې تۀ د خپل قانون نه سبق ورکوې،
زما زويه، د مالِک خُدائ اصلاح مۀ رد کوه او کله چې هغه تا تنبيه کوى په هغې باندې مۀ خفه کېږه.
د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى.
اے بنى اِسرائيله، زۀ تاسو تباه کوم، ځکه چې تاسو زما خلاف يئ، نو څوک به ستاسو مدد کوى؟
هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ خِلاف منصوبه جوړوى هغه به يې په يو ګزار سره سراسر برباد کړى. او د دوېم ګزار ضرورت به ورته نۀ وى.
دا تا د روحُ القُدس په وسيله زمونږ د نيکۀ داؤد په خولۀ فرمائيلى وُو چې، ”قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بېفائدې سازشونه کوى؟
اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو.
او هره هغه کبرژنه خبره چې د خُدائ پاک د عِلم خلاف وى تباه کوُو او په هر يو نافرمانه خيال قبضه کوُو د دې دپاره چې د مسيح تابعدار شى.
او تاسو هغه نصيحت هېر کړے دے چې تاسو له د زامنو په شان په دې ټکو درکړے شو چې، ”زما زويه، د مالِک تنبيه سپکه مۀ ګڼه، چې هر کله چې هغه تا ملامتوى، نو بېزړۀ کېږه مه.
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.