Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 7:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 ”کله چې زۀ اِسرائيلو له شفا ورکول غواړم نو د دوئ ګناه راته څرګنده شى او د سامريه بدکارى راته ښکاره شى. ځکه چې هغوئ د چل کارونه کوى، غلۀ کورونو ته وراوړى او غلاګانې کوى، او ډاکوان په لارو کښې خلق لوټ کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 7:1
30 Iomraidhean Croise  

په سامريه باندې افسوس چې د شرابى بنى اِسرائيلو شاندار تاج دے. په هغه ښار باندې افسوس چې د بنى اِسرائيلو شان او شوکت وو خو اوس مړاوے کېدونکے ګل دے. په هغه آبادۍ باندې افسوس چې په نشه کښې د ډوبو خلقو په زرخيزه وادۍ باندې ولاړه ده.


زمونږ جرمونه ستا په وړاندې انبار دى، او زمونږ ګناهونه زمونږ خلاف ګواهى کوى. مونږ ته د خپل بغاوت احساس شته او مونږ ته پته ده چې مونږ څومره ګناهګار يُو.


مونږ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او د هغۀ مو اِنکار کړے دے، مونږ خپل خُدائ پاک ته شا کړې ده. زمونږ خبرې د ظلم او بغاوت نه ډکې دى. مونږ به دروغ جوړول او بيا به مو دغه دروغ په عمل کښې راوستل.


اِنصاف وروستو شوے دے او صداقت لرې ولاړ دے. رښتيا د ښار په چوک کښې تيندک خوړلو سره راپرېوته، او ديانتدارى ورته ورداخلېدے نۀ شى.


مونږ به هغۀ ته شفا ورکړې وه کۀ چرې مونږ کولے شو، خو هغه اوس نۀ رغيږى. راځئ چې اوس هغه پرېږدو او هر يو خپل مُلک ته واپس لاړ شُو، د هغۀ سزا اوس آسمان ته رسېدلې ده، دا دومره لويه ده چې هغه اوس د اندازه کولو نه بهر ده.


ستا مشره خور سامريه وه، څوک چې ستا شمال خوا ته خپلو لوريانو سره اوسيږى، او ستا کشره خور څوک چې په جنوب کښې د خپلو لوريانو سره اوسيږى، هغه سدوم دے.


د مشرې نامه اوحوله وه، او د هغې د خور نامه اوحوليبه وه. هغوئ زما وې او زامن او لوڼه يې راوړل. د اوحوله نه سامريه مطلب دے، او اوحوليبه نه يروشلم مطلب دے.


نو اوس تا په خپلو بې‌حيا کارونو خپل ځان پليت کړے دے. ځکه ما کوشش وکړو چې تا د خپلو پليتو عملونو نه پاک کړم، خو تۀ پاک نۀ شوې، تۀ به تر هغې پاک نۀ شې ترڅو چې زۀ خپله مکمله غصه په تا نازله کړم.


د سامريه ښار اوسېدونکى د يرې نه ريږدى چې په بيت‌آون کښې به د سخى بُت سره څۀ کيږى. د دې خلق به د دې دپاره ژړا کوى، او د دې اِمامان به د دې شان او شوکت يادوى او ماتم به کوى، ځکه چې دا به د دوئ نه بل مُلک ته يوړلے شى.


اِسرائيل زۀ په دروغو سره رانيولے يم، او دوکې سره يې زما محاصره کړې ده. خو يهوداه تر اوسه پورې د خُدائ پاک فرمانبردار دے، او مقدس ذات سره وفادار دے.


اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بې‌مثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.


بنى اِسرائيل چې ټوله ورځ هر کار هم کوى نو هغه بې‌فائدې وى. دوکه او ظلم زياتے په هغوئ کښې زياتيږى. د اسور سره د معاهدې باوجود خو بيا هم مِصر ته د زيتُونو تېل لېږى.“


مالِک خُدائ به په عدالت کښې يهوداه سره هم جنګيږى. هغه به بنى اِسرائيل له د هغۀ د عمل په مطابق سزا ورکوى او هغۀ ته به د خپل عمل بدله ملاويږى.


بنى اِسرائيل خپل ځان بُتانو ته حواله کړے دے، هغه پرېږدئ.


ښېرې، دروغ، قتلونه، غلاګانې او زناګانې عام شوې دى، او د قتلونو يوه سلسله روانه وى.


”اے اِمامانو، دې ته غوږ ونيسئ. اے بنى اِسرائيلو واورئ، اے د شاهى خاندان خلقو توجو وکړئ. عدالت ستاسو خلاف فېصله کړې ده. ځکه چې تاسو د خلقو دپاره دام جوړ شوئ چې په مصفاه او تبور کښې مو د بُتانو عبادت کړے دے.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے اِسرائيله او يهوداه، زۀ تاسو سره څۀ وکړم؟ ستاسو مينه ما سره لکه د سحر د دوند په شان زر ختمه شى او لکه د سحر د پرخې په شان زر والوځى.


په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ زما نه تښتېدلى دى. هغوئ تباه دى، ځکه چې هغوئ زما خِلاف سرکشى کړې ده. ما غوښتل چې هغوئ بچ کړم، خو هغوئ زما خلاف دروغ وئيلى دى.


اے سامريې. ما ستا دا سخے بُت رد کړے دے. زما غصه ستا خلاف ده، تاسو د صفا کېدو قابل نۀ يئ ترڅو پورې به ستاسو دا حالت جارى وى؟


هغوئ اسوريانو له د مدد دپاره تلى دى، لکه څنګه چې يوې ځنګلى خرې وار راوړے وى. دغسې بنى اِسرائيل لکه د کنجرې خپل ځان په عاشقانو خرڅ کړے دے.


مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې صحيح کار څنګه وکړى. هغوئ خپلې قلعه ګانې د هغه مال نه ډکې کړې دى کوم چې په ظلم زياتې او غلا سره اخستے شوے دے.“


د اشدود قلعه ګانو ته او د مِصر قلعه ګانو ته اعلان وکړه چې، ”د سامريه په غرونو راغونډ شئ او وګورئ چې په دې ښار کښې څۀ کيږى. څومره لويه ګډوډى ده پکښې او څومره ظلم د هغې خلقو سره کيږى.“


کوم خلق چې د سامريه په شرمېدلو بُتانو قسم خورى، او يا وائى چې اے دان، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، او يا وائى چې اے بيرسبع، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، نو داسې خلق به راوغورزيږى او بيا به د پاڅېدو جوګه نۀ وى.“


تاسو د عُمرى بادشاه خراب قانون او د اخى‌اب د قوم ټول خراب رسمونه اختيار کړى دى. نو په دې وجه به زۀ تاسو بلکل تباه و برباد کړم او نورو خلقو ته به مو د عبرت يو مثال وګرځوم. څوک هم چې تاسو ګورى ستاسو نه به کرکه کوى او درپورې به مسخرې کوى.“


اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.


اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.


او وې فرمائيل، ”کۀ چرې نن ورځ تا ته دا معلومه وے چې کومه د خير لاره ده، خو نه، دا ستا د نظر نه پټه ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan