Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 6:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 ما په اِسرائيلو کښې ډېر بد بد کارونه ليدلى دى. زما خلقو د بُتانو د عبادت په وجه خپل ځانونه ناپاکه کړى دى چې زناکارى ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 6:10
14 Iomraidhean Croise  

خو هغۀ د مشرانو نصيحت رد کړو او هغه زلمو له لاړو کوم چې د هغۀ سره لوئ شوى وُو او اوس د هغۀ مشوره ورکوونکى وُو.


دا ځکه چې يربعام د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله، دا د هغې ګناه په وجه چې هغۀ کړې وه او اِسرائيليان هم د ګناه طرف ته بوتلى وُو.


د سامريه زوال ځکه وشو چې بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِلاف ګناه کړې وه، چا چې هغوئ د مِصر بادشاه فِرعون نه خلاص کړل او د مِصر نه يې راوويستل. هغوئ د نورو خُدايانو عبادت وکړو،


”نو په دې وجه مالِک خُدائ فرمائى چې، د نورو قومونو د خلقو نه دا تپوس وکړه چې کله هم هغوئ د داسې کار په حقله اورېدلى دى. بنى اِسرائيل دې د پاکې پېغلې په شان وى، خو هغې ډېر بد کار وکړو.


خو ما د يروشلم په پېغمبرانو کښې د دې نه زيات خراب کار وليدلو، هغوئ زنا کوى او بې‌ايمانى کوى، او د بدعملو خلقو حوصله افزائى کوى، نو بيا يو هم د خپلو بد عملونو نه نۀ منع کيږى. هغوئ ټول زما دپاره د سدوم د خلقو په شان خراب دى، او د يروشلم خلق ما ته د عموره د خلقو په شان بد دى.“


د يوسياه بادشاه د حکومت په دوران کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”تا هغه څۀ وليدل کوم چې بې‌وفا اِسرائيل کړى دى؟ لکه د يوې بدکارې ښځې په شان هغې په هر يو اوچت غرۀ او د هرې شنې ونې د سورى لاندې زنا کړې ده.


اوحوله په کنجرتوب کښې آخته شوه کله چې هغه لا زما وه، او هغه د شوق نه خپلو عاشقانو د اسورى جنګيالو پسې وه.


هغې خپل ځان د اسوريانو ټولو آفسرانو ته لکه د کنجرې په شان پېش کړو او خپل ځان يې د هغه هر چا ټولو بُتانو سره پليت کړو چا پسې چې د هغې شوق وو.


مے کۀ زاړۀ وى او کۀ نوى وى نو دا دواړه زما د خلقو عقل خرابوى.


هغوئ خپلو د لرګى بُتانو سره مشوره کوى، د هغوئ خيال دا وى چې د هغوئ امسا هغوئ ته د راتلونکى وخت حال وئيلے شى. د هغوئ د بُت پرستۍ شوق هغوئ لکه د زناکاره ښځې په غلطه لار روان کړى دى. هغوئ زنا کړې ده چې خپل خُدائ پاک يې پرېښے دے.


بنى اِسرائيل خپل ځان بُتانو ته حواله کړے دے، هغه پرېږدئ.


زۀ بنى اِسرائيل ډېر ښۀ پېژنم، د دې بدى زما نه پټه نۀ ده. بنى اِسرائيلو کنجرتوب کړے دے چې زۀ يې پرېښے يم او هغه ناپاکه دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan