8 په جبعه کښې د جنګ دپاره بيګلې وغږوئ. په راما کښې د خبردارى دپاره آواز وکړئ. په بيتآون کښې جنګى نعره ووهئ. اے بنيامينيانو، تاسو مخکښې شئ مونږ درپسې يُو.
نو د هغۀ د اولاد نه اووۀ نران مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې په جبعه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې ووژنو او ځوړند به يې کړُو، چې هغه د مالِک خُدائ د خوښ کړے شوى بادشاه، ساؤل ښار دے.“ نو بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغوئ تاسو ته حواله کړم.“
هغۀ د سرو زرو يو سخے په بيتايل کښې او بل په دان کښې کېښودو.
هغوئ د درې نه اوړېدلى دى او شپه به په جبعه کښې تېروى. د راما په ښار کښې خلق يرېدلى دى او د ساؤل بادشاه د ښار جبعې خلق تښتېدلى دى.
په يهوداه کښې اعلان وکړئ او يروشلم ته اِطلاع ورکړئ او ورته ووايئ، ”په ټول مُلک کښې بيګل وغږوئ. په زوره چغې ووهئ. او ورته ووايئ، راشئ، محفوظو ښارونو کښې پناه واخلئ.
اے د بنيامين خلقو، د خپل ځان د بچ کېدو دپاره منډه کړئ او د يروشلم نه وتښتئ. په تقوع کښې بيګل وغږوئ او په بيتهکرم کښې د خطرې اعلان وکړئ. ځکه چې د شمال طرف نه لوئ افت او بربادى راروانه ده.
د سامريه ښار اوسېدونکى د يرې نه ريږدى چې په بيتآون کښې به د سخى بُت سره څۀ کيږى. د دې خلق به د دې دپاره ژړا کوى، او د دې اِمامان به د دې شان او شوکت يادوى او ماتم به کوى، ځکه چې دا به د دوئ نه بل مُلک ته يوړلے شى.
اے بنى اِسرائيله، اګر چې تۀ زنا کوې، خو يهوداه دې داسې ګناه نۀ کوى. په جِلجال يا په بيتآون کښې عبادت مۀ کوه او نۀ چې هلته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم وخورئ.
”د خبردارى دپاره بيګل وغږوئ. دشمنان د ټپوس په شان د مالِک خُدائ په کور راغوټه کيږى، ځکه چې هغوئ ما سره لوظ مات کړے دے او زما د شريعت خِلافورزى يې کړې ده.
هغوئ په خپله بدعملۍ کښې دومره ککړ شوى دى لکه چې هغوئ ډېره موده مخکښې په جبعه کښې په بدعملۍ کښې ککړ شوى وُو. خُدائ پاک ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړى.
په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده.
په صيون کښې بيګل وغږوئ، د مقدسې روژې اعلان وکړئ، او خلق مقدسې اجتماع له راوغواړئ.
کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟
يشوَع څۀ سړى د يريحو نه د دې حُکم سره ولېږل چې د عى ښار جاسوسى وکړى. د عى ښار د بيتايل نمرخاتۀ په طرف او د بيتآون سره نزدې وو. نو سړى لاړل او جاسوسى يې وکړه.
هغوئ د اِفرائيم نه مېدان ته راغلل، د بنيامين په قبيله او د هغوئ په خلقو پسې. مشران د مکير نه راکوز شول، او آفسران د زبولون نه.
بيا سموئيل راما ته لاړو او ساؤل بادشاه په جبعه کښې خپل کور ته لاړو.
بيا به هغه واپس په راما کښې خپل کور ته تلو، هلته يې هم د قاضى په توګه خِدمت کولو. هغۀ په راما کښې مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه هم جوړه کړې وه.
نو بيا د بنى اِسرائيلو ټول مشران راغونډ شول او په راما کښې سموئيل له لاړل،