5 د بنى اِسرائيلو غرور د هغوئ خِلاف ګواهى ورکوى. هغوئ به د خپلې ګناه په وجه راوغورزيږى او د يهوداه خلق به هم ورسره راوغورزيږى.
په دې يقين وکړئ، چې بدکاران به بېسزا پاتې نۀ شى، خو هغوئ څوک چې صادقان دى هغوئ به آزاد وى.
د صادقانو صداقت د هغوئ لار سموى، خو بدعمله به د خپلې بدعملۍ لاندې راګېر شى.
بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى.
کۀ څۀ هم چې صادق انسان اووۀ ځله راپرېوځى هغه دوباره راپاڅى، خو د بدکاره دپاره يو افت بس دے.
خو د هغوئ سترګې هر وخت د کبر نه ډکې وى، او نورو ته په سپک نظر ګورى.
بېشکه چې يروشلم په لړزان دے. او په يهوداه زوال راغلے دے. هغوئ چې هر څۀ وائى او کوم عمل کوى هغه د مالِک خُدائ خِلاف دے، هغوئ په جار بار د مالِک خُدائ خلاف بغاوت کوى.
د هغوئ مخونو نه د هغوئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس. هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده.
هر څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ هيڅ هم نۀ دى او چې کومو څيزونو ته هغوئ ډېر زيات خوشحاليږى هغه بېفائدې دى. د بُت پرستانو نۀ خو سترګې شته او نۀ پکښې عقل شته خو آخر به هم د شرم سره مخ شى.
زمونږ جرمونه ستا په وړاندې انبار دى، او زمونږ ګناهونه زمونږ خلاف ګواهى کوى. مونږ ته د خپل بغاوت احساس شته او مونږ ته پته ده چې مونږ څومره ګناهګار يُو.
زما خلق ما ته فرياد کوى او وائى چې، زمونږ ګناهونه زمونږ خِلاف ګواهى ورکوى، خو اے مالِکه خُدايه، د خپل نوم د خاطره دې زمونږ مدد وکړه. مونږ ستا نه په څو ځله اوړېدلى يُو، او ستا خِلاف مو ګناه کړې ده.
ستاسو شرارت به تاسو له سزا درکړى، او زما نه ستاسو د اوړېدو په وجه به تاسو ورټلے شئ. نو بيا تاسو په دې غور وکړئ او ځان خبر کړئ چې دا به ستاسو دپاره څومره بده او ترخه وى کله چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک پرېږدئ او تاسو د هغۀ نه، نۀ يرېږئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
اے بنى اِسرائيله، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځه، ولې چې ستا ګناهونه ستا د راغورزېدو سبب جوړ شوى دى.
مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.
تاسو په رڼا ورځ تيندکونه خورئ، او ستا پېغمبران هم تاسو سره د شپې تيندکونه خورى. زۀ به ستاسو مور يعنې بنى اِسرائيل تباه کړم.
زۀ به په اِسرائيل باندې لکه د ازمرى په شان او په يهوداه باندې لکه د تکړه ازمرى په شان حمله وکړم. زۀ به په خپله هغوئ ټوکړې ټوکړې کړم، زۀ به هغوئ راکاږم او هيڅ څوک به يې رانه خلاصولے نۀ شى.
د بنى اِسرائيل غرور د هغۀ خِلاف ګواهى ورکوى، خو بيا هم هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ راګرځى. د دې هر څۀ باوجود هغوئ د هغۀ د لټون نه اِنکار کوى.
بنى اِسرائيلو خپل خالِق هېر کړے دے او شاهى محلونه يې جوړ کړى دى، او يهوداه د پَخو دېوالونو ډېر ښارونه جوړ کړى دى. خو زۀ به د هغوئ په ښارونو اور نازل کړم او هغه به د هغوئ محلونه وسوزوى.“
”پېغله بنى اِسرائيل راغورزېدله ده، بيا به هيڅکله دوباره نۀ راپاڅى. هغه په خپله زمکه يواځې راغورزېدلې ده چې هيڅوک به يې دوباره ونۀ دروى.“
دغسې تاسو په ځان ګواهى کوئ چې تاسو د هغو خلقو زامن يئ چا چې نبيان وژلى وُو.
هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟