3 زۀ بنى اِسرائيل ډېر ښۀ پېژنم، د دې بدى زما نه پټه نۀ ده. بنى اِسرائيلو کنجرتوب کړے دے چې زۀ يې پرېښے يم او هغه ناپاکه دے.“
هغه وخت به لا راغلے هم نۀ وى چې هغه د خپل ښۀ او بد فېصله پخپله کوى، نو د هغه دوو بادشاهانو مُلکونه به خوشى او برباد شى کوم چې تاسو يروى.
نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټول شاهى خاندان داسې سخت وخت راولى چې د کله نه اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى.
شام، سره اِسرائيل او د رملياه زوئ ستا خِلاف منصوبه جوړه کړې ده، او وائى،
کله چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سره د هوسيع په ذريعه اول ځل خبرې وکړې، نو هغۀ هوسيع ته وفرمائيل، ”لاړ شه او زناکارې ښځې سره وادۀ وکړه، او حراميان بچى پېدا کړه، ځکه چې قوم د مالِک خُدائ فرمانبردارى پرېښې ده او په داسې کولو سره مسلسل زنا کوى.“
بنى اِسرائيل چې ټوله ورځ هر کار هم کوى نو هغه بېفائدې وى. دوکه او ظلم زياتے په هغوئ کښې زياتيږى. د اسور سره د معاهدې باوجود خو بيا هم مِصر ته د زيتُونو تېل لېږى.“
ستاسو مشرانو به چې کله هم خبرې کولې نو ټول اِسرائيليان به ريږدېدل، کۀ څۀ هم چې دوئ اهم خلق وُو بلکې بعل ته په عبادت کولو سره يې ګناه وکړه او په دې کولو سره هغوئ خپله تباهى يقينى کړه.
ما په صحرا کښې ستاسو خيال ساتلے دے په هغه اوچ بيابان کښې چرته چې هيڅ اوبۀ نۀ وې.
په اِسرائيل به ظلم وشى او زما د فېصلې لاندې به چخڼى شى، ځکه چې هغۀ به په شوق د بېکاره بُتانو عبادت کولو.
کله چې اِسرائيل خپله بيمارى او يهوداه خپل زخمونه وليدل، نو اِسرائيل لاړل چې د اسور د لوئ بادشاه نه مدد وغواړى، خو هغۀ نۀ دوئ ته شفا ورکولے شوه او نۀ يې د دوئ د زخمونو علاج کولے شو.
د عدالت ورځ راروانه ده او د اِسرائيل مُلک به تباه شى. اے بنى اِسرائيلو، زۀ دا اعلان کوم چې داسې به ضرور کيږى.
ما په اِسرائيلو کښې ډېر بد بد کارونه ليدلى دى. زما خلقو د بُتانو د عبادت په وجه خپل ځانونه ناپاکه کړى دى چې زناکارى ده.
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے اِسرائيله او يهوداه، زۀ تاسو سره څۀ وکړم؟ ستاسو مينه ما سره لکه د سحر د دوند په شان زر ختمه شى او لکه د سحر د پرخې په شان زر والوځى.
اګر چې بنى اِسرائيل د ګناه د لرې کولو دپاره ډيرې قربانګاه جوړې کړې دى، خو هم دغه قربانګاه د هغوئ دپاره د ګناه ځايونه شول.
”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم.
ما ته پته ده چې ستاسو جرمونه څومره ډېر دى او ستاسو ګناهونه څومره لوئې دى. تاسو په صادقانو ظلم کوئ او رشوتونه اخلئ او د غريبانانو سره په عدالت کښې اِنصاف نۀ کوئ.
يوسف د غوَيى په شان طاقت لرى، د ځنګلى غوَيى د ښکرو په شان دے. د هغۀ ښکرونه د منسى زرګونو خلق دى او د اِفرائيم لس زره په زرګونو خلق دى. د دې ښکرو سره هغه قومونه وهى او د دُنيا آخرى سرونو ته يې رسوى.“
او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بېپړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.
ما ته ستا د ټولو عملونو پته ده، تۀ خو نۀ يخ يې او نۀ ګرم. کاش چې تۀ يا خو يخ وے يا ګرم.