Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 5:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 او په شِطيم کښې تاسو ژوره کنده کنستې ده، خو زۀ به تاسو ټولو له سزا درکوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 5:2
18 Iomraidhean Croise  

تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى.


څوک چې د مالِک خُدائ نه د خپلو منصوبو د پټولو کوشش کوى نو په هغوئ افسوس. هغوئ په پټه باندې منصوبې جوړوى او خيال يې دا وى چې، ”څوک به مونږ وينى او څوک به مونږ وپېژنى؟“


نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“


اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.


هغوئ ټول سخت سرکشه شوى دى، او بدرد وائى او زړونه يې لکه د اوسپنې او پيتلو په شان سخت دى، او دوئ ټول بې‌ايمانى کوى.


ښېرې، دروغ، قتلونه، غلاګانې او زناګانې عام شوې دى، او د قتلونو يوه سلسله روانه وى.


نو دا ځکه ما د خپلو پېغمبرانو په لاس تاسو ټوټې ټوټې کړئ، او د خپلې خولې په کلام مې تاسو ووژلئ. زما د اِنصاف رڼا لکه د نمر راخېژى.


اِمامان د ډاکوانو د هغه قبيلې په شان دى چې هغوئ د چا د لوټ کولو دپاره غلى ناست وى. هغوئ د شِکم په لاره باندې قتلونه کوى، او هر قسم ګناه کوى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د هغوئ ټول بد عملونه په جِلجال کښې شروع شول. نو هلته مې د هغوئ نه نفرت شروع کړو او د هغوئ د بدعملۍ په وجه به زۀ هغوئ د خپل مُلک نه وشړم. زۀ به د هغوئ سره نوره مينه نۀ کوم، د هغوئ ټول آفسران سرکشه دى.


زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan