11 په اِسرائيل به ظلم وشى او زما د فېصلې لاندې به چخڼى شى، ځکه چې هغۀ به په شوق د بېکاره بُتانو عبادت کولو.
د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيلبيتمعکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.
بنى اِسرائيل وهلے شوى دى، د هغوئ جرړې اوچې شوې دى او هيڅ مېوه به نۀ نيسى. خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به د هغوئ ګران اولاد ووژنم.“
تاسو د عُمرى بادشاه خراب قانون او د اخىاب د قوم ټول خراب رسمونه اختيار کړى دى. نو په دې وجه به زۀ تاسو بلکل تباه و برباد کړم او نورو خلقو ته به مو د عبرت يو مثال وګرځوم. څوک هم چې تاسو ګورى ستاسو نه به کرکه کوى او درپورې به مسخرې کوى.“
يو پردے قوم به هغه ټول فصلونه يوسى چې د هغې په کَرلو کښې تاسو ډېره سخته خوارى کړې وى، خو په هغه وخت کښې به تاسو ته د سخت کړاؤ او بد سلوک نه بغېر هيڅ نۀ ملاويږى.