دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“
”زۀ به بنى آدم او ځناور دواړه ختم کړم، زۀ به د هوا مارغان او د سمندر کبان ختم کړم. د بدعملو د کاڼو بُتان به تباه کړم او انسان به د زمکې د مخ نه ختم کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، زۀ به دا لعنت بهر ولېږم، او دا به د غل کور ته او د هغه چا کور ته ورننوځى څوک چې زما په نوم د دروغو قسمونه خورى. دا به په هغه کور کښې پاتې شى او دا به د دې لرګى او کاڼى دواړه په پوره توګه تباه کړى.“