Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 4:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 هغوئ به داسې ورک شى لکه چې هوا يې يوسى او هغوئ به د خپلو قربانو په وجه په شرم وشرميږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 4:19
13 Iomraidhean Croise  

د څېړۍ د مقدسو ونو عبادت سره به چې تاسو خوشحالېدئ نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ، او کوم باغونه چې تاسو د بُت پرستۍ دپاره غوره کړى دى نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ.


خو هر څوک چې په بُتانو ايمان لرى، او ورته وائى چې تاسو زمونږ خُدايان يئ، نو هغوئ به سخت وشرميږى او رد به کړے شى.“


اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو اُميده، هر څوک چې تا نه مخ واړوى هغوئ ټول به ټيټ سترګې او شرمنده شى. هغوئ چا چې تا نه مخ اړولے دے په دوړو د ليکلو په شان دى، دوئ به زر ختم شى ځکه چې هغوئ د هغه مالِک خُدائ نه مخ اړولے دے څوک چې د ژوندون د اوبو چينه ده.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ګوره، زۀ به د بابل او د هغۀ د خلقو خلاف تباه کوونکې هوا راوچته کړم.


نو اوس چې کله زما مرضى وى زۀ به تاسو له سزا درکړم. قومونه به ستاسو خِلاف راجمع شى کله چې تاسو ته ستاسو د ګناهونو سزا دوه چنده مِلاو شى.


هغه بُت به اسور ته يوړلے شى چې عظيم بادشاه ته په محصُول کښې پېش کړے شى. بنى اِسرائيل به بې‌عزته شى او وبه شرميږى ځکه چې هغوئ په دې بُت باندې يقين کولو.


بنى اِسرائيل چې ټوله ورځ هر کار هم کوى نو هغه بې‌فائدې وى. دوکه او ظلم زياتے په هغوئ کښې زياتيږى. د اسور سره د معاهدې باوجود خو بيا هم مِصر ته د زيتُونو تېل لېږى.“


کۀ څۀ هم بنى اِسرائيل د لوخو د پاڼو په شان راشنۀ کيږى، نو زۀ به نمرخاتۀ طرف نه يوه ګرمه هوا راولېږم او هغه هوا به د هغوئ کوهى او چينې اوچې کړى. دا به د ځان سره ټول قيمتى څيزونه يوسى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan