Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 4:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 د ضدى سخى په شان بنى اِسرائيل ضدى دے. نو بيا مالِک خُدائ څنګه هغه د څران په لوئ مېدان کښې لکه د يو ګډورى په شان وڅروى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 4:16
19 Iomraidhean Croise  

دوئ به د خپل پلار نيکۀ په شان نۀ وى، او هغوئ به سرکشه او باغيان نۀ وى، د چا زړونه چې خُدائ پاک ته وفادار نۀ وُو، او د هغوئ احساس هم خُدائ پاک ته وفادار نۀ وو.


هغه به تا د پنډوسکى په شان ګول مول کړى او يو بل لوئ مُلک ته به دې وغورزوى. او تۀ به هلته مړ شې، او ستا ښائسته جنګى ګاډۍ به هم هلته پرتې وى. ولې چې تۀ د خپل نېک د خاندان دپاره د بې‌عزتۍ سبب جوړ شوے يې.


کله چې تاسو تخم وکَرئ، نو مالِک خُدائ به د دې شين کېدو دپاره باران راولېږى او د دې نه به تاسو ته ښۀ او زيات پېداوار مِلاو شى او ستاسو د څاروو دپاره به د څرن ښۀ ډېره زمکه وى.


د ښار په کنډرو کښې به ګډُورى واښۀ خورى او د چېلو بچو ته به په کښې د څرن زمکه ملاويږى.


زما خلق ما ته فرياد کوى او وائى چې، زمونږ ګناهونه زمونږ خِلاف ګواهى ورکوى، خو اے مالِکه خُدايه، د خپل نوم د خاطره دې زمونږ مدد وکړه. مونږ ستا نه په څو ځله اوړېدلى يُو، او ستا خِلاف مو ګناه کړې ده.


نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”خو بيا دا چې بې‌ايمانه اِسرائيل د دوکه باز يهوداه نه صادق دے.“


د يوسياه بادشاه د حکومت په دوران کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”تا هغه څۀ وليدل کوم چې بې‌وفا اِسرائيل کړى دى؟ لکه د يوې بدکارې ښځې په شان هغې په هر يو اوچت غرۀ او د هرې شنې ونې د سورى لاندې زنا کړې ده.


ما بې‌وفا اِسرائيل ته د هغې د زناکارۍ په وجه طلاق نامه ورکړه او ومې شړله نو بيا ما وليدل چې د هغې خور يهوداه نۀ يرېدله. هغه هم بهر ووتله او زناکارى يې شروع کړه.


د اِفرائيم ژړا او فرياد ما ته رارسېدلے دے، تا ما ته تربيت راکړو چې په لاره شم، لکه د ناجوته سخى په شان دې تربيت راکړو او زۀ اوس په لاره شوے يم. ما دې خپل حضور ته واپس راوله، نو زۀ به واپس راشم، ځکه چې تۀ زما مالِک خُدائ او خُدائ پاک يې.


نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.


خو هغوئ زما دا حکم ونۀ منلو او زما کلام ته يې غوږ ونۀ نيولو، بلکې د خپل سرکشه زړۀ خواهشونه يې ومنل نو په دې باندې هغوئ د ښۀ کېدو په ځائ نور هم خراب شول.


نو بيا د يروشلم خلق د صحيح لارې نه ولې اوړېدلى دى؟ دوئ په دروغو او دوکه مارۍ کښې خپل ځان انغښتے دے او ما ته د واپس راتلو نه اِنکار کوى.


اِسرائيل يو تربيت يافته سخے دے او ښۀ په شوق غنم غوبل کوى. خو بيا ما په خپله د دې په ښائسته څټ د سخت محنت دپاره جغ کېښودو. ما يهوداه يوې کولو ته جوړ کړے دے او اِسرائيل به دا په خپله ماله کړى.


د هغوئ په ښارونو کښې به جنګ کوى او د ښار دروازې به يې ماتې کړى. هغوئ به د خپلو غلطو منصوبو له وجې تباه کړى.


زما خلقو کلکه فېصله کړې ده چې ما پرېږدى. هغوئ په خولۀ خو ما ته حق تعالىٰ وائى خو زۀ به هغوئ بچ نۀ کړم.


زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.


خو هغوئ په دې غور کولو نه اِنکار وکړو، او په سرکشۍ سره يې ورته شا کړه او خپل غوږونه يې بند کړل.


”زۀ پښېمانه يم چې ما ساؤل بادشاه جوړ کړو، هغه زما نه اوړېدلے دے او زما حُکمونه يې نۀ دى منلى.“ سموئيل خفه وو او ټوله شپه يې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan