Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 4:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 اے بنى اِسرائيله، اګر چې تۀ زنا کوې، خو يهوداه دې داسې ګناه نۀ کوى. په جِلجال يا په بيت‌آون کښې عبادت مۀ کوه او نۀ چې هلته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم وخورئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 4:15
28 Iomraidhean Croise  

هغۀ د خپل پلار د خُدائ پاک خِدمت کولو او د خُدائ پاک حُکمونه يې منل او هغه شان عمل يې نۀ کولو څنګه چې د اِسرائيل بادشاهانو کول.


هغۀ د يهوداه په غريزه علاقه کښې علاقائى عبادتخانه جوړه کړې وه او د يهوداه او د يروشلم خلق يې بې‌لارې کړى وُو.


اے د يعقوب خاندانه، دا خبره واورئ، تاسو چې د بنى اِسرائيلو په نامه يادېږئ او د يهوداه اولاد يئ، او تاسو چې د مالِک خُدائ په نوم قسم خورئ او د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته آواز کوئ، خو نۀ په کښې اخلاص شته او نۀ سمه طريقه.


خو اوس تاسو ټول د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسئ، تاسو د يهوداه ټولو خلقو څوک چې اوس په مِصر کښې اوسېږئ، زۀ په ژوندى مالِک قادر مطلق خُدائ قسم خورم، مالِک خُدائ فرمائى چې، زما نوم به نور هيڅکله په مِصر کښې د يو يهودى په خولۀ وانۀ خستلے شى. په تاسو کښې به يو هم زما نوم د دُعا او د قسم خوړلو دپاره استعمال نۀ کړى، هغه دا چې، په يقين سره مالِک قادر مطلق خُدائ ژوندے دے.


کۀ څۀ هم چې دوئ زما په نوم قسم خورى چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے،“ خو بيا هم دوئ دروغ وائى.


تر څو پورې چې ستاسو خبره ده اے د بنى اِسرائيلو قومه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، تاسو ټول لاړ شئ او د خپلو بُتانو عبادت وکړئ، خو د دې نه وروستو به تاسو په يقين سره ما ته غوږ ونيسئ او په خپلو نذرانو او د بُتانو په وجه به نور زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوئ.


د سامريه ښار اوسېدونکى د يرې نه ريږدى چې په بيت‌آون کښې به د سخى بُت سره څۀ کيږى. د دې خلق به د دې دپاره ژړا کوى، او د دې اِمامان به د دې شان او شوکت يادوى او ماتم به کوى، ځکه چې دا به د دوئ نه بل مُلک ته يوړلے شى.


د آون علاقائى عبادتخانې به تباه شى چرته چې بنى اِسرائيلو ګناه کوله. د هغوئ په قربان‌ګاهو باندې به واښۀ او ازغى راشنۀ شى. نو خلق به غرونو ته چغې وهى چې، ”مونږ پټ کړه.“ او غونډو ته به چغې وهى چې، ”په مونږ راپرېوځه.“


اِسرائيل زۀ په دروغو سره رانيولے يم، او دوکې سره يې زما محاصره کړې ده. خو يهوداه تر اوسه پورې د خُدائ پاک فرمانبردار دے، او مقدس ذات سره وفادار دے.


بنى اِسرائيل چې ټوله ورځ هر کار هم کوى نو هغه بې‌فائدې وى. دوکه او ظلم زياتے په هغوئ کښې زياتيږى. د اسور سره د معاهدې باوجود خو بيا هم مِصر ته د زيتُونو تېل لېږى.“


خو په جِلعاد کښې د بُتانو عبادت کيږى او څوک چې د هغوئ عبادت کوى هغوئ د هيڅ کار نۀ دى. او په جِلجال کښې هم هغوئ غوَيان قربانى کوى خو د هغوئ د قربانو د ځايونو نه د کاڼو ډيرى جوړ شوى دى لکه څنګه چې د يوه شوى پټى په غاړه کښې د کاڼو ډيرى پراتۀ وى.


يعقوب آرام وطن ته وتښتېدو، هلته هغۀ د ښځې حاصلولو دپاره خِدمت وکړو، د هغې په عوض کښې هغۀ ګډې څرولې.


هغوئ خپلو د لرګى بُتانو سره مشوره کوى، د هغوئ خيال دا وى چې د هغوئ امسا هغوئ ته د راتلونکى وخت حال وئيلے شى. د هغوئ د بُت پرستۍ شوق هغوئ لکه د زناکاره ښځې په غلطه لار روان کړى دى. هغوئ زنا کړې ده چې خپل خُدائ پاک يې پرېښے دے.


په جبعه کښې د جنګ دپاره بيګلې وغږوئ. په راما کښې د خبردارى دپاره آواز وکړئ. په بيت‌آون کښې جنګى نعره ووهئ. اے بنيامينيانو، تاسو مخکښې شئ مونږ درپسې يُو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د هغوئ ټول بد عملونه په جِلجال کښې شروع شول. نو هلته مې د هغوئ نه نفرت شروع کړو او د هغوئ د بدعملۍ په وجه به زۀ هغوئ د خپل مُلک نه وشړم. زۀ به د هغوئ سره نوره مينه نۀ کوم، د هغوئ ټول آفسران سرکشه دى.


”نو بيا خو لاړ شئ او په بيت‌ايل کښې بُتانو ته قربانۍ پېش کړئ. په جِلجال کښې نافرمانۍ جارى ساتئ. هر سحر قربانى کوئ، او په هره درېمه ورځ خپله لسمه حِصه راوړئ.


مۀ بيت‌ايل لټوئ، او مۀ جِلجال ته ځئ، او مۀ بيرسبع ته سفر کوئ ځکه چې د جِلجال خلق به يقيناً جلاوطن کړے شى، او بيت‌ايل به نيست و نابود کړے شى.“


او چې کله د هغوئ يو خپلوان راشى څوک چې د هغوئ د مړو د دفن کولو ذمه وار وى او کور ته ورننوځى چې مړى رابهر کړى، نو هغه به د آخرى بچ شوى کس نه تپوس وکړى، ”آيا تا سره نور څوک شته؟“ نو هغه به وائى چې، ”نه،“ نو کله چې هغه ورته قسم خوړل غواړى، نو بيا به هغه ورته ووائى چې، ”چپ شه، مونږ له په کار دى چې د مالِک خُدائ نوم وانۀ خلو.“


کوم خلق چې د سامريه په شرمېدلو بُتانو قسم خورى، او يا وائى چې اے دان، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، او يا وائى چې اے بيرسبع، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، نو داسې خلق به راوغورزيږى او بيا به د پاڅېدو جوګه نۀ وى.“


د تيارې په بې‌فائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ.


مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن ما تاسو په مِصر کښې د غلامۍ د شرم نه آزاد کړى يئ.“ او په دې وجه په هغه ځائ جِلجال نوم کېښودے شو چې تر نن ورځې پورې هم په هغه نوم ياديږى.


يشوَع څۀ سړى د يريحو نه د دې حُکم سره ولېږل چې د عى ښار جاسوسى وکړى. د عى ښار د بيت‌ايل نمرخاتۀ په طرف او د بيت‌آون سره نزدې وو. نو سړى لاړل او جاسوسى يې وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan