Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 4:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 مے کۀ زاړۀ وى او کۀ نوى وى نو دا دواړه زما د خلقو عقل خرابوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 4:11
15 Iomraidhean Croise  

مے انسان نه مسخره کوونکے جوړوى او د شراب څښل د شر او فساد جرړه ده، هر هغه څوک چې په دې راواوړى نو هغه هوښيار نۀ دے.


اے لمو‌اېله، د بادشاه دپاره دا ښۀ کار نۀ دے، چې شرابى وى، او حکمرانان دې شرابخوارۀ نۀ وى.


خو کۀ يو سړے زنا کوى نو هغه بې‌حده کم عقل دے، ځکه چې هغه خپل ځان تباه کوى.


ناروا ګټه هوښيارو خلقو نه کم عقل جوړوى، او رشوت اخستل ضمير خرابوى.


نو بيا پېغمبران او اِمامان هم دومره نشه دى تر دې پورې چې ډغرې وهى. هغوئ مے او شراب دومره زيات څښلى دى چې تيندکونه خورى. پېغمبران دومره زيات نشه دى چې خُدائ پاک کومه وحى نازلوى نو په هغې باندې نۀ پوهيږى او اِمامان هم دومره نشه دى چې د فېصلې ورکولو په وخت زنګيږى.


ستاسو په محفلونو کښې تاسو سره رباب، بينجو، تمبلونه، شپېلۍ او مے وى. دا خو ستاسو په خيال کښې هم نۀ راځى چې مالِک خُدائ څۀ کوى. او څۀ چې هغه کوى نو تاسو د هغې لحاظ نۀ کوئ.


”ما د سامريه د نبيانو دا خراب کارونه وليدل چې کوم هغوئ د بعل په نوم پېشګوئې خلقو ته کوله او زما قوم بنى اِسرائيل يې بې‌لارې کړو.


هغوئ خپلو د لرګى بُتانو سره مشوره کوى، د هغوئ خيال دا وى چې د هغوئ امسا هغوئ ته د راتلونکى وخت حال وئيلے شى. د هغوئ د بُت پرستۍ شوق هغوئ لکه د زناکاره ښځې په غلطه لار روان کړى دى. هغوئ زنا کړې ده چې خپل خُدائ پاک يې پرېښے دے.


د خلقو بد عملونه هغوئ ته دا اجازت نۀ ورکوى چې خپل خُدائ پاک ته واپس راوګرځى. ځکه چې د زنا عادت هغوئ په خپل قابو کښې اخستى دى او هغوئ مالِک خُدائ نۀ پېژنى.


بنى اِسرائيل د کم عقلې ګوګوشتکې په شان دى چې په آسانه دوکه کيږى. اول يې مِصر د مدد دپاره راوغوښتو او بيا يې د پناه دپاره اسور ته ورمنډه کړه.


”د ميو يا د شرابو څښلو نه پس تۀ او ستا زامن زما د حضور مقدسې خېمې ته مۀ راځئ، کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. دا قانون د همېشه دپاره دے چې ستاسو ټول اولاد به پرې عمل کوى.


خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.


ابى‌جيل واپس نابال له لاړه، هغه په کور کښې وو او داسې روټۍ يې کړې وه چې د بادشاهانو سره سمون خورى. هغه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغې تر سحره پورې هغۀ ته هيڅ هم ونۀ وئيل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan