Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 3:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 نو ما د هغې د مهر دپاره پينځلس د سپينو زرو سيکې او يو نيم سل کلو اوربشې ورکړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 3:2
9 Iomraidhean Croise  

د شلو کالو نه زۀ ستا په کور کښې يم. څوارلس کاله ما ستا د دوو لوڼو او شپږ کاله ستا د رَمو دپاره، ستا خِدمت کړے دے. او بيا هم، تا لس ځل زما مزدورى بدله کړه.


ما ته ووايئ، چې تاسو څومره مهر هم غواړئ زۀ به يې درکړم، خو تاسو اجازت راکړئ چې دا جينۍ زۀ وادۀ کړم.“


خو کۀ پلار يې هغۀ له د ورکولو نه اِنکار وکړى، نو هغه به خامخا د هغې پېغلې پلار له د حق مهر برابر قيمت ورکوى.


په شل جربه زمکه باندې چې کوم د انګور باغ کَرلے شوے وى نو هغه به صرف دوويشت ليټره مے پېدا کوى. يو سل او شپېتۀ کلو تخم به صرف شپاړس کلو غله پېدا کوى.“


حومر دې ستاسو دپاره د ناپ تول معيارى پېمانه وى. ايفه او بَت دواړه د حومر لسمه حِصه ده.


ما هغې ته ووئيل چې، ”تۀ به ډېره موده زما په کور کښې اوسېږې، او په دې دوران کښې به زنا نۀ کوې او هيچا سره به جنسى تعلق نۀ ساتې، ما سره هم نه.“


کۀ څوک د خپلې زمکې څۀ حِصه مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو د دې قيمت به د هغه تخم په مطابق مقررولے شى چې څومره په کښې کَرل په کار وى، دا قيمت به د سپينو زرو لس سيکې د شلو کلو اوربشو دپاره وى.


او ورسره موآبۍ روت، د محلون ښځه، زما ښځه شوه. د دې په وجه به جائيداد د مړى په خاندان کښې پاتې شى، او دا ميراث به د هغۀ د خاندان نوم د هغۀ په خلقو او د هغۀ په کلى کښې ژوندے وساتى. تاسو نن د دې خبرې ګواهان يئ.“


او ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو چې داؤد ته ووايئ، ”بادشاه ستا نه د ناوې دا قيمت غواړى چې تۀ صِرف د سلو وژلو شوو فلستيانو سړو د سنتېدو څرمن راوړې، دا به د هغۀ د دشمنانو نه بدل اخستل وى.“ (نو دا د ساؤل منصوبه وه چې فلستيان داؤد ووژنى.)


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan