Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 2:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 زمکه به د غلې، انګورو او د زيتُونو د ونو واورى او تنده به يې مړه کړى، او دا ټول څيزونه به د يزرعيل وادۍ ته برکت ورکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 2:22
8 Iomraidhean Croise  

تا ته به بيا هيڅکله ”پرېښودلے شوے ښار“ نوم نۀ شى اخستلے، او نۀ به ستا زمکې ته ”خوشے مُلک“ نوم اخستلے شى. ستا نوے نوم به ”د خُدائ پاک د خوشحالۍ ښار“ او ”د خُدائ پاک ناوې“ وى، ځکه چې مالِک خُدائ ستا نه خوشحال دے او ستا نه به خپله ناوې جوړه کړى.


زۀ به هغوئ له دا خواهش ورکړم چې هغوئ ما وپېژنى چې زۀ مالِک خُدائ يم. هغوئ به زما مخلوق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، ځکه چې هغوئ به په پوره زړۀ سره ما ته رجوع وکړى.


هغوئ به راشى او پاس د صيون په غرۀ به د خوشحالۍ چغې ووهى، او هغوئ به د مالِک خُدائ په برکتونو لکه غله دانه، مے، تېل، او د رمو په زياتولو خوشحاله شى. د هغوئ ژوند به لکه د سيرابه باغ په شان وى، او هغوئ به نور غمژن نۀ شى.


د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى.


نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل چې، ”په هغۀ باندې ”يزرعيل“ نوم کېږده، ځکه چې په لږ وخت کښې به زۀ د ياهُو بادشاه خاندان له سزا ورکړم، د هغه قتلونو انتقام به ترې نه واخلم کوم چې هغۀ په يزرعيل کښې کړى دى. او زۀ به د اِسرائيل بادشاهى هم ختمه کړم.


زما خلق به يو ځل بيا زما د سورې لاندې اوسيږى. هغوئ به لکه د غلې په شان لوئ شى، او د انګورو د بوټى په شان به ګلونه نيسى. د هغوئ مشهورتيا به د لبنان د ميو په شان وى.


مالِک خُدائ به هغوئ ته جواب ورکړى چې، ”ګورئ، زۀ تاسو له دومره غله دانه، نوى مے او د زيتُونو تېل درکوم چې ښۀ ډېر وى او پرې ماړۀ شئ، زۀ به بيا هيڅکله تاسو د نورو قومونو د خندا نۀ کړم.


زۀ به هغوئ واپس راولم چې په يروشلم کښې اوسيږى، هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به په ايماندارۍ او صداقت د هغوئ خُدائ پاک يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan