8 اے بنى اِسرائيله، د بُتانو نه ځان لرې ساته. هغه زۀ يم چې ستاسو د دُعاګانو جواب درکوم او ستاسو خيال ساتم. زۀ د هغه ونې په شان يم چې همېشه شنه وى، ستاسو ټولې مېوې زما د طرف نه دى.“
هغه به نورو کسانو ته وائى چې، ما ګناه کړې ده، او د نېکۍ په ځائ مې بدى کړې ده. او خُدائ پاک ما له د هغې سزا نۀ ده راکړې د څۀ چې زۀ لائق وم.
يا، ”ما چې کومه بدعملى کړې وى نو هغه ما ته وښايه، کۀ ما غلطى کړې وى، نو فوراً به يې پرېږدم“؟
زۀ به په صحرا کښې د دِيار ونې راشنې کړم، او د کيکر، د سر درو ونې او د زيتُونو ونې به راشنې کړم. په خُشک مُلک کښې به ځنګل راوټوکيږى، د نخترو، د صُندل د ونو او د سبر ونو ځنګل به راوټوکيږى.
چرته چې اوس د غنو بوټى دى نو هلته به د سبر ونې راوټوکيږى، او د ازغو په ځائ کښې به د نختر ونې راوټوکيږى. دې سره به د مالِک خُدائ نوم ته جلال ملاويږى، دا به د هغۀ د قدرت او د مينې يو نۀ ختمېدونکې نښه وى.“
د لبنان شان او شوکت به تا له راشى. د نختر، د صُندل او د سبر ونې به تا له راشى چې زما کور ښائسته کړے شى او داسې به زۀ خپل کور له جلال ورکوم.
زۀ به يې د اِسرائيل په اوچتو غرونو وکرم، هغه به څانګې وکړى او مېوه به ونيسى او هغه به يو شاندار دِيار شى. هر قسمه مرغۍ به په کښې جالې جوړې کړى، او هغوئ به د دې د څانګو سورې کښې پناه اخلى.
زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.
نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو.
ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.
ځکه کوم نُور چې په تاسو کښې دے هغه صرف د نېکۍ، صداقت او حقيقت مېوه نيسى.
او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.
ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.
زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.
ځکه چې د هغه مُلکونو خلقو په خپله د هغه هرکلى په حقله بيان وکړو، کوم چې ستاسو په مينځ کښې زمونږ وشو، او چې تاسو څنګه د بُتانو نه د ژوندى او حقيقى خُدائ پاک خِدمت کولو ته راواوړېدئ،
هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى.