صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى.
اے آسمانه باران ووروه او زمکه تازه کړه. اے وريځو، صداقت راوروئ. زمکه دې دا جذب کړى چې خلاصون راوټوکيږى او دې سره صداقت هم راوټوکيږى. ما، مالِک خُدائ دا پېدا کړى دى.“
اے بېوفا بچو ما ته راواپس شئ زۀ به ستاسو بېوفائى له شفا درکړم. اے مالِکه خُدايه، مونږ به تا ته راواپس کيږُو ځکه چې تۀ مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې.