Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 14:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 بيا مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د هغوئ بې‌وفائى ختمه کړم او شفا به ورکړم. زۀ به د زړۀ د اخلاصه د هغوئ سره مينه کوم، زۀ هغوئ ته نور غصه نۀ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 14:4
30 Iomraidhean Croise  

خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان وليدلو، او تۀ په خپله دا وينې او عدالت کوې. تا ته ځان سپارلے دے بې‌وسه مظلومانو، مل يې تۀ او حفاظت کوې د بې‌پلارانو.


دا قومونه به په ګوډو شى او راوبه غورزيږى، خو مونږ به راپاڅو او ټينګ به ودرېږو.


خو هغه دوئ سره ډېر مهربانه وو. د هغوئ ګناهونه يې معاف کړل او هغوئ يې تباه نۀ کړل. اکثر يې خپله غصه قابو کوله او خپل ټول قهر او غضب يې څرګند نۀ کړلو.


ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.


مالِک خُدائ فرمائى، ”هر څوک چې تږى وى، راشئ اوبۀ وڅښئ. څوک چې مال دولت نۀ لرى، نو راشئ، واخلئ او وې خورئ. راشئ، مے او پئ واخلئ، دا مفت دى.


هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم.


زما خلق ما ته فرياد کوى او وائى چې، زمونږ ګناهونه زمونږ خِلاف ګواهى ورکوى، خو اے مالِکه خُدايه، د خپل نوم د خاطره دې زمونږ مدد وکړه. مونږ ستا نه په څو ځله اوړېدلى يُو، او ستا خِلاف مو ګناه کړې ده.


اے مالِکه خُدايه، کۀ چرې تۀ ما له شفا راکړې نو زۀ به بلکل روغ رمټ شم، کۀ چرې تۀ ما له خلاصون راکړې نو زۀ به بچ شم، ځکه چې زۀ صرف ستا ثناء صِفت کوم.


اے بې‌وفا بچو ما ته راواپس شئ زۀ به ستاسو بې‌وفائى له شفا درکړم. اے مالِکه خُدايه، مونږ به تا ته راواپس کيږُو ځکه چې تۀ مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.


خو باوجود د دې به هغه وخت راشى چې زۀ به د يروشلم زخمونو ته شفا ورکړم او هغې ته به حقيقى امن او سکون ورکړم.


نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.


آيا په جِلعاد کښې مرهم نشته؟ آيا هلته طبيبان نشته څۀ؟ نو بيا ولې زما د قوم د زخمونو دپاره شفا نشته څۀ؟


او فرض کړئ کۀ چرې زۀ يو بدعمله ته ووايم چې تۀ به يقيناً مړ شې، نو کېدے شى چې هغه په دې اورېدو سره د خپلو ګناهونو نه توبه وکړى او هغه کارونه شروع کړى کوم چې د اِنصاف او صحيح دى،


نو بيا هغه قومونه کوم چې ستاسو په خوا او شا کښې پاتې دى هغوئ به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ هغه څۀ آباد کړل کوم چې وران ويجاړ شوى وُو او هغه څۀ مې وکرل کوم چې اوچ او شاړ شوى وُو. ما مالِک خُدائ وفرمائيل، او زۀ به يې وکړم.


زما خلقو کلکه فېصله کړې ده چې ما پرېږدى. هغوئ په خولۀ خو ما ته حق تعالىٰ وائى خو زۀ به هغوئ بچ نۀ کړم.


زۀ به تا همېشه دپاره خپله ښځه جوړه کړم، او تا ته به صداقت، اِنصاف، نۀ ختمېدونکې مينه او رحم وښايم.


”راځئ، چې مالِک خُدائ ته راوګرځُو. هغۀ مونږ تيکه تيکه کړى يُو، خو اوس به هغه مونږ له شفا راکوى. هغۀ مونږ زخمى کړى يُو، خو اوس به هغه زمونږ د زخمونو مرهم پټۍ کوى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى.


”فينحاس زوئ د اِلى‌عزر چې د هارون اِمام زوئ دے هغۀ زما غصه د بنى اِسرائيلو دپاره ختمه کړه چې هغوئ کښې هغۀ غېرت وکړو، نو ما د خپل غېرت په وجه بنى اِسرائيل هلاک نۀ کړل.


او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران بوځه او د خلقو په وړاندې يې پهانسى کړه، نو بيا به زما سخته غصه د بنى اِسرائيلو نه سړه شى.“


خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے.


ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.


خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى.


خو کله چې زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک فضل او د انسان سره د هغۀ مينه څرګنده شوله،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan