هوسيع 14:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو. Faic an caibideil |
هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربانګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بېايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“