4 خو زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه راوويستلئ. زما نه بغېر بل خُدائ مۀ منئ ځکه چې زما نه بغېر بل خلاصونکے نشته.
د دې ټولو مُلکونو خُدايانو کله هم خپل مُلک زمونږ د بادشاه نه بچ کړے دے څۀ؟ نو مالِک خُدائ به يروشلم زما نه څنګه بچ کړى؟“
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ستاسو د آزادولو دپاره زۀ مِصر ورکوم، ستا په ځائ زۀ ايتهوپيا او سِيبا ورکوم.
مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې بنى اِسرائيل د وړوکى ماشوم په شان وو، نو مينه مې ورسره کوله، او ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.
ما د پېغمبرانو سره کلام وکړو او ما پخپله ډيرې روياګانې څرګندې کړې او د پېغمبرانو په ذريعه مې درته تعبير کړې.
خو زۀ، مالِک خُدائ ستاسو هغه خُدائ پاک يم چې چا د مِصر نه راوويستلئ، زۀ به يو ځل بيا تاسو د پخوا په شان په خېمو کښې اوسوم لکه چې هر کال د جونګړو په اختر کښې اوسېږئ.
هغې له به د انګورو باغونه بيا ورکړم او د مصيبت وادۍ نه به د اُميد دروازه جوړه کړم. هغه به زما هغه شان خبره منى لکه چې په ځوانۍ کښې يې منله، چې کله د مِصر نه راووتله.
زۀ به په وفادارۍ سره تا خپله کړم، او بيا به تۀ ما وپېژنې چې زۀ مالِک خُدائ يم.
او مالِک خُدائ کب ته حُکم وکړو، او کب يُونس په اوچه زمکه بهر وغورزولو.
د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“