Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 13:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو ځکه دا خلق به د سحر د دُهند په شان عارضى وى او د سحر په نمر کښې د زر ختمېدونکې پرخې په شان وى. هغوئ به د هغه بوسو په شان وى چې هوا يې د درمند نه وړى، هغوئ به د انګيټۍ د لوږى په شان وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 13:3
11 Iomraidhean Croise  

هغوئ څو ځلې د هوا په مخکښې د خسڼى په شان شول، او څو ځلې د بوسو په شان طوفان يوړل؟


اوس زۀ په يره کښې اوسېږم، او زما عزت هوا اوړے دے، او زما مال دولت د وريځو په شان فنا شوے دے.


خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى، د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.


لکه څنګه چې لوګے د هوا په وړاندې زغلى، دغه شان تاسو دوئ د خپل ځان نه وزغلوئ. لکه څنګه چې موم د اور په مخکښې ويلې کيږى، دغه شان دې بدکاره خلق د خُدائ پاک په وړاندې تباه کيږى.


اګر کۀ هغوئ د سمندر د تېزو چپو په شان شور کوى، خو خُدائ پاک به هغوئ خاموش کړى او هغوئ به وتښتى. هغوئ به داسې تښتى لکه څنګه چې هوا بوس زغلى، يا څنګه چې دوړې په طوفان کښې الوځى.


نو بيا اوسپنه، خاوره، زېړ، سپين زر او سرۀ زر ټول ټوټه ټوټه شو او داسې والوتل لکه څنګه چې په اوړى کښې بوس د غنمو په درمند کښې الوځى. هوا هغه ټول يوړل او هيڅ نښه يې پاتې نۀ شوه. خو هغه کاڼى کوم چې دا مجسمه وويشته هغې نه يو لوئ غر جوړ شو او ټوله زمکه يې ونيوله.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے اِسرائيله او يهوداه، زۀ تاسو سره څۀ وکړم؟ ستاسو مينه ما سره لکه د سحر د دوند په شان زر ختمه شى او لکه د سحر د پرخې په شان زر والوځى.


د دې نه مخکښې چې مقرر وخت راشى او هغه ورځ مو لکه د بوسو په شان ورک کړى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ سخت قهر په تاسو نازل شى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ د غضب ورځ په تاسو راشى.


”تخم به په خير سره کَرلے کيږى، د انګورو بوټى به ښۀ مېوه کوى، زمکه به خپل فصلونه کوى، او آسمانونه به پرخه ورَوى. زۀ به دا هر څۀ د ميراث په توګه د دې خلقو ژوندى پاتې شوو ته ورکړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan