15 کۀ څۀ هم بنى اِسرائيل د لوخو د پاڼو په شان راشنۀ کيږى، نو زۀ به نمرخاتۀ طرف نه يوه ګرمه هوا راولېږم او هغه هوا به د هغوئ کوهى او چينې اوچې کړى. دا به د ځان سره ټول قيمتى څيزونه يوسى.
د هغۀ پلار اِنکار وکړو او وې فرمائيل، ”ما ته پته شته، زما زويه، ما ته پته ده چې د منسى اولاد به هم يو لوئ قوم شى. خو خپل کشر ورور به د هغۀ نه لوئ وى او د هغۀ د اولاد نه به ډېر لوئ قومونه جوړ شى.“
تاسو به دا هوا ته وُلئ، باد به دا اخوا وړى، او طوفان به يې خوارۀ وارۀ کوى. نو بيا به تاسو خوشحاله يئ ځکه چې زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم، تاسو به زما ثناء صِفت کوئ، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم.
زۀ به د دې ښار ټول مال دولت او د هغوئ ټول قيمتى سامانونه او د يهوداه بادشاه خزانې د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم. هغوئ به دا لوټ کړى او بابل ته به يې يوسى.
کۀ څۀ هم چې دا بل ځائ وکرلے شى، ولې دا به کامياب شى څۀ؟ ولې دا به بلکل اوچ نۀ شى کله چې د مشرق بادونه دا ووهى؟ دا به په هغه پټى کښې اوچ نۀ شى چرته چې را لوئ شوے وو؟“
خو په غصه کښې دا د جرړو نه راوويستلے شوه او په زمکه وغورزولے شوه. د مشرق هواګانو دا مړاوې کړه، دا د مېوو نه خالى شوه، د دې مضبوطې څانګې وچې شوې، او اور هغه وسوزولې.
هغه به د هغوئ معبودان، د هغوئ د پيتلو بُتان او د هغوئ قيمتى د سپينو او سرو زرو سامان قبضه کړى او ځان سره به يې مِصر ته يوسى. او د څو کالو پورې به هغه د شمال په بادشاه حمله ونۀ کړى.