Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 12:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 خو په جِلعاد کښې د بُتانو عبادت کيږى او څوک چې د هغوئ عبادت کوى هغوئ د هيڅ کار نۀ دى. او په جِلجال کښې هم هغوئ غوَيان قربانى کوى خو د هغوئ د قربانو د ځايونو نه د کاڼو ډيرى جوړ شوى دى لکه څنګه چې د يوه شوى پټى په غاړه کښې د کاڼو ډيرى پراتۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 12:11
18 Iomraidhean Croise  

په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“


د يهوداه او اِسرائيل د خبردارى دپاره مالِک خُدائ پېغام وړُونکى او نبيان لېږلى وُو چې هغوئ فرمائيل، ”خپل بد عملونه پرېږدئ او زما حُکمونه ومنئ، چې په هغې کښې هغه شريعت شامل دے چې کوم ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو او د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مې ستاسو په حواله کړے دے.“


دا بُتان فضول او سپک څيز دے. د حساب کِتاب په ورځ به دا ټول تباه شى.


هغوئ ټول کم عقل او بې‌وقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى.


”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د ډېر پخوا نه زما جغ د خپل څټ نه اخوا کړے دے او زما نه مو اِنکار کړے دے. تاسو ووئيل، ”زۀ به نور ستا بندګى نۀ کوم.“ په هره لوړه غونډۍ او د هرې شنې ونې لاندې څملاستئ او د کنجرو په شان مو زنا وکړه.


نو بيا هغه معبودان چرته دى کوم چې تاسو د خپل ځان دپاره جوړ کړى دى؟ نو بيا کۀ دوئ کولے شى نو را دې شى او د مصيبت په وخت کښې دې تاسو له خلاصون درکړى. ځکه چې اے يهوداه، ستاسو خو دومره ډېر معبودان دى لکه څومره چې ستا ښارونه دى.“


”اے بنى آدمه، بنى اِسرائيل قوم ته يو مثال پېش کړه او يو متل ورته ووايه.


بنى اِسرائيل د انګورو زرخيزه بوټے وو چې ښۀ کافى مېوه به يې نيوله. خو څومره چې يې مېوه زياتېده نو دومره ډېرې به يې د بُتانو قربان‌ګاه جوړولې. څومره چې د هغوئ مُلک ترقى کوله نو دومره يې د بُتانو مخصوص ستنې ښائسته کولې.


د چا زړونه چې د دوکې نه ډک دى نو هغوئ ته خو به د خپلو ګناهونو سزا ملاويږى. خُدائ پاک به د هغوئ قربان‌ګاه ورانې کړى او د هغوئ مقدسې ستنې به ټوټې ټوټې کړى.


اے بنى اِسرائيله، اګر چې تۀ زنا کوې، خو يهوداه دې داسې ګناه نۀ کوى. په جِلجال يا په بيت‌آون کښې عبادت مۀ کوه او نۀ چې هلته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم وخورئ.


جِلعاد ښار د بدعملو نه ډک دے، هر طرف ته د وينې داغونه دى.


اګر چې بنى اِسرائيل د ګناه د لرې کولو دپاره ډيرې قربان‌ګاه جوړې کړې دى، خو هم دغه قربان‌ګاه د هغوئ دپاره د ګناه ځايونه شول.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د هغوئ ټول بد عملونه په جِلجال کښې شروع شول. نو هلته مې د هغوئ نه نفرت شروع کړو او د هغوئ د بدعملۍ په وجه به زۀ هغوئ د خپل مُلک نه وشړم. زۀ به د هغوئ سره نوره مينه نۀ کوم، د هغوئ ټول آفسران سرکشه دى.


”نو بيا خو لاړ شئ او په بيت‌ايل کښې بُتانو ته قربانۍ پېش کړئ. په جِلجال کښې نافرمانۍ جارى ساتئ. هر سحر قربانى کوئ، او په هره درېمه ورځ خپله لسمه حِصه راوړئ.


مۀ بيت‌ايل لټوئ، او مۀ جِلجال ته ځئ، او مۀ بيرسبع ته سفر کوئ ځکه چې د جِلجال خلق به يقيناً جلاوطن کړے شى، او بيت‌ايل به نيست و نابود کړے شى.“


هغه څوک چې د بې‌کاره بُتانو عبادت کوى، هغوئ د مالِک خُدائ ټولو رحمونو ته شا کوى.


او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan