هوسيع 11:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 زۀ به تا له په غصه کښې سزا نۀ درکوم، زۀ به بنى اِسرائيل بيا نۀ تباه کوم. ځکه چې زۀ بنى آدم نۀ يم بلکې خُدائ پاک يم. زۀ مقدس ذات يم او ستاسو په مينځ کښې استوګنه کوم. زۀ به بيا په غضب کښې نۀ راځم. Faic an caibideil |
د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى. کۀ تاسو د هغۀ په ټولو حُکمونو باندې عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى او هغه څۀ کوئ چې څۀ درنه غواړى، نو هغه به په تاسو رحم وکړى او ستاسو نه به يو لوئ قوم جوړ کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.