نو اے د بيتايل خلقو، تاسو سره به هم داسې کار کيږى، ځکه چې ستاسو بدعملى د حد نه زياته ده. څنګه چې د عدالت ورځ شروع شى، نو د اِسرائيل بادشاه به تباه او برباد شى.“
د آون علاقائى عبادتخانې به تباه شى چرته چې بنى اِسرائيلو ګناه کوله. د هغوئ په قربانګاهو باندې به واښۀ او ازغى راشنۀ شى. نو خلق به غرونو ته چغې وهى چې، ”مونږ پټ کړه.“ او غونډو ته به چغې وهى چې، ”په مونږ راپرېوځه.“