نو اے د بيتايل خلقو، تاسو سره به هم داسې کار کيږى، ځکه چې ستاسو بدعملى د حد نه زياته ده. څنګه چې د عدالت ورځ شروع شى، نو د اِسرائيل بادشاه به تباه او برباد شى.“
اوس ستا بادشاه چرته دے چې هغه ستا ټولو ښارونو ته راشى او تا بچ کړى؟ او ستا هغه مشران چرته دى چې تا به غوښتل، او وئيل به دې چې ما له بادشاه او آفسران راکړه.
او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى.