Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 10:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 نو ځکه به ستا په خلقو جنګ راشى او ستاسو ټولې قلعې به تباه شى. دا به هم هغه شان وى لکه څنګه چې شلمن بادشاه بيت‌اربيل په جنګ کښې تباه کړو او ميندې يې سره د هغوئ د بچو زمکې له راوويشتلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 10:14
21 Iomraidhean Croise  

زۀ تا ته سوال کوم چې ما د خپل ورور عِيسو نه بچ کړه. زۀ يرېږم هسې نه چې هغه په مونږ حمله وکړى نو مونږ به سره د ښځو او ماشومانو ټول تباه کړى.


هغوئ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک ټول قانون مات کړو او د ځان دپاره يې د سخو په شکل کښې دوه د سرو زور بُتان جوړ کړل، هغوئ د اشيرې بُت نښه هم جوړه کړه، د ستورو عبادت يې وکړو او د بعل بُت خِدمت يې وکړو.


د اسور بادشاه سلمنسر د هوسيع خِلاف جنګ وکړو، هوسيع د سلمنسر د اختيار لاندې راغلو او هوسيع به هر کال هغۀ له محصُول ورکولو.


د نورو قومونو خُدايانو خپل خلق د اسور د بادشاه نه کله بچ کړى دى؟


د اِسرائيل پاخۀ ښارونه به تباه شى او د دمشق بادشاهى به ختمه شى. کوم شاميان چې ژوندى پاتې وى نو هغوئ به د بنى اِسرائيلو په شان د شرم سره مخ شى. ما مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.


د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بې‌دينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“


نو بيا به زۀ هغوئ په خپلو کښې سره وجنګومه تر دې چې مور پلار او بچى به په خپلو کښې يو بل زره زره کړى. او زۀ به په هغوئ هيڅ قسم رحم او ترس ونۀ کړم. او هيڅ څيز به ما د هغوئ د تباه کولو نه منع نۀ کړى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.


قريوت به قبضه شى او د هغۀ مضبوطې قلعه ګانې به واخستلے شى. او په هغه ورځ به د موآب د فوجيانو زړونه داسې ګبراويږى لکه چې د يوې ښځې زړۀ چې د لنګون په وخت کښې ګبراويږى.


نو اے د بيت‌ايل خلقو، تاسو سره به هم داسې کار کيږى، ځکه چې ستاسو بدعملى د حد نه زياته ده. څنګه چې د عدالت ورځ شروع شى، نو د اِسرائيل بادشاه به تباه او برباد شى.“


سامريه به د خپل قصور سزا برداشت کوى، ځکه چې هغې زما خِلاف سرکشۍ کړې ده. د سامريه خلق به په جنګ کښې مړۀ شى، د هغوئ ماشومان به په زمکه راوغورزولے شى او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وڅيرلے شى.


په کومه ورځ چې زۀ بنى اِسرائيلو له د ګناهونو سزا ورکوم، زۀ به د بيت‌ايل قربان‌ګاه تباه کړم. د هرې قربان‌ګاه ښکرونه به مات شى او په زمکه به راوغورزولے شى.


خو اوس زمرے په غړمبېدو دے نو څوک به نۀ يريږى؟ اوس خو قادر مطلق خُدائ خپل کلام وفرمائيلو، نو څوک به د هغۀ د پېشګويۍ ورکولو نه اِنکار وکړى؟“


مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ، چې زمکې له لاس وروړى نو زمکه ويلى شى. او د هغې ټول خلق ماتم کوى. ټوله زمکه داسې اوچتيږى لکه څنګه چې د سېلاب په وخت دريائے نيل راوچتيږى، او بيا واپس ښکته کيږى.


زۀ به ستاسو د مُلک ښارونه تباه کړم او ستاسو ټولې مضبوطې قلعه ګانې به راوغورزوم.


خو اوس هغه ونيولے شوه او جلاوطنه کړے شوه. د هغې بچى د هرې کوڅې په سر کښې ټوکړې ټوکړې شُو. د غلامۍ دپاره د هغې په مشرانو پچه واچولے شوه، او د هغې ټول مشران په زنځيرونو وتړلے شُو.


ستا ټولې قلعه ګانې لکه د اينځر د هغه ونو په شان دى چې وړومبۍ مېوه يې پخه وى، کله چې دا وخوځولے شى، نو اينځر يې د خوړونکى خولۀ کښې راوغورزيږى.


هغوئ بادشاهان سپکوى او حکمرانانو له پېغور ورکوى. هغوئ په ټولو قلعه بند ښارونو پورې خندا کوى، هغوئ به د ښار نه ګېرچاپېره د خاورو ډيرى جوړ کړى او قبضه به يې کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan