Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 10:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 اِسرائيل يو تربيت يافته سخے دے او ښۀ په شوق غنم غوبل کوى. خو بيا ما په خپله د دې په ښائسته څټ د سخت محنت دپاره جغ کېښودو. ما يهوداه يوې کولو ته جوړ کړے دے او اِسرائيل به دا په خپله ماله کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 10:11
13 Iomraidhean Croise  

ولې زميدار همېشه يوه کوى او هيڅکله کر نۀ کوى څۀ؟ ولې هغه تل پټې اړوى او هيڅکله څۀ نۀ کَرى؟


مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ټولو قومونو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوم ترڅو چې هغوئ د بابل د بادشاه نبوکدنضر خِدمت وکړى. مالِک خُدائ فرمائيلى دى، تر دې چې زۀ به د ځنګل په ځناورو باندې هم نبوکدنضر ته اختيار ورکړم چې د هغۀ خِدمت وکړى.“


مِصر لکه د يوې ځوانې سخۍ په شان ښائسته دے، خو د شمال د خوا نه د هغۀ خلاف د غوباړى په شان مچ راروان دے.


”اے بابليانو تاسو چا چې زما غوره شوے قوم تالا والا کړو، او اوس په خپلو کښې خندا خوشحالى کوئ، تاسو د هغه سخى په شان ټوپونه وهئ کله چې هغه د موږى نه آزاد شى او د آس په شان هڼېږئ،


ما بنى اِسرائيل د خپلې مينې او رحم رسۍ سره ځان ته رانزدې کړو. ما د هغۀ د څټ نه جغ اوچت کړو، او زۀ په خپله ورټيټ شوم او خوراک مې ورکړو.


او د هغوئ مور زنا کړې ده، د چا نه چې هغوئ پېدا دى هغوئ ډېر د شرم حرکتونه کړى دى. هغې وئيلى دى چې، ”زۀ به په خپلو عاشقانو پسې لاړه شم، ځکه چې هغوئ ما له خوراک، اوبۀ، وړۍ او د لټې جامې، د زيتُونو تېل او شراب راکوى.“


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شه او خپلې ښځې سره مينه کوه اګر چې هغه د خپل عاشق سره زنا کوى. تۀ به د هغې سره هغه شان مينه کوې لکه څنګه مينه چې زۀ د بنى اِسرائيلو سره کوم، اګر چې هغوئ نورو معبودانو ته اوړېدلى دى او بُتانو ته د کشمشو نذرانې پېش کول خوښوى.“


د ضدى سخى په شان بنى اِسرائيل ضدى دے. نو بيا مالِک خُدائ څنګه هغه د څران په لوئ مېدان کښې لکه د يو ګډورى په شان وڅروى؟


اے بنى اِسرائيلو، د نورو قومونو په شان خوشحالى مۀ کوئ. تاسو د خپل خُدائ پاک نه اوړېدلى يئ او د هغۀ سره مو بې‌وفائى کړې ده. تاسو خپل ځانونه لکه د کنجرو په شان خرڅوئ او په هر درمند کښې د نورو معبودانو عبادت کوئ.


پاڅه او مُلکونه غوبل کړه، اے صيون لورې، ځکه چې زۀ به تا له د اوسپنې ښکر درکړم، زۀ به تا ته د پيتلو نوکونه درکړم او تۀ به ډېر قومونه ټوټه ټوټه کړې. تۀ به د هغوئ هغه مال چې په ظلم زياتى يې حاصل کړے دے مالِک خُدائ ته وقف کړې او د هغوئ دولت به د ټولې دُنيا مالِک ته پېش کړې.


ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى.


د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan