9 نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”لوعمى“ يعنې زما قوم نۀ دے نوم کېږده، ځکه چې بنى اِسرائيل زما خلق نۀ دى او زۀ د هغوئ خُدائ پاک نۀ يم.“
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.
په بله ورځ کله چې فشحور هغه د کُندې نه آزاد کړو، يرمياه هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ستا نوے نوم اېښے دے او د نن نه پس به ستا نوم فشحور نۀ وى بلکې په هر اړخ باندې دهشت.
خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بېشمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“
کله چې جُمر خپله لور، لورحامه د پيو نه منع کړه، نو هغه بيا اُميدواره شوه او دوېم زوئ يې پېدا شو.
په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو يو تخم وکرم او ځان دپاره به يې زرغون کړم. زۀ به هغه خلقو ته خپل رحم وښايم په چا چې رحم نۀ دے شوے، او کوم خلق چې زما قوم نۀ وُو هغوئ ته به زۀ خپل قوم ووايم، او هغوئ به راته خُدائ پاک ووائى.“