5 په هغه ورځ به زۀ د يزرعيل په وادۍ کښې د اِسرائيل د فوجى لښکرو طاقت ختم کړم.“
د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيلبيتمعکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.
خو په خپلو تُورو به سورې شى هم د دوئ زړونه او د دوئ ليندې به ماتې شينه
هغه په ټوله دُنيا کښې جنګونه ختموى، ليندې او نېزې ماتوى او ډالونه سوزوى.
تباه کوونکے به د بابل خلاف راشى، د هغوئ جنګى فوجيان به ونيولے شى او د هغوئ ليندې به ماتې کړے شى. ځکه چې مالِک خُدائ د انتقام اخستلو خُدائ پاک دے او هغه به پوره بدله ورکړى.
بيا به زۀ لينده ستا د ګس لاس نه واخلم او غشى به ستا د ښى لاس نه وغورزوم.
په هغه وخت کښې به زۀ د ټولو ځنګلى ځناورو او د هوا مارغانو سره او په زمکه ښوئېدونکو ځناورو سره يو لوظ وکړم، نو هغوئ به زما خلقو ته نقصان نۀ رسوى. زۀ به د هغه مُلک نه د جنګ ټولې وسلې، تُورې او غشى لرې کړم او زما خلق به په امن او سکون سره ژوند تېروى.
د يوسف قبيلې ورته ووئيل، ”د غرونو مُلک هم زمونږ دپاره کافى نۀ دے، او د مېدانونو او د بيتشان او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو او د يزرعيل په وادۍ کښې اوسېدونکى ټول کنعانيان د اوسپنې جنګى ګاډۍ لرى.“
نو ټول ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلې راغونډې شوې، د اُردن سيند نه پورې وتل او د يزرعيل په مېدان کښې يې خېمې ولګولې.