Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 1:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 مالِک خُدائ دا پېغام د بيرى په زوئ هوسيع باندې په هغه وخت کښې نازل کړو کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو او يربعام د يوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 1:1
26 Iomraidhean Croise  

يهوآس مړ شو او د سامريه په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ بادشاه شو چې د هغۀ نوم هم يربعام وو.


يهوآس مړ شو او په سامريه کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يربعام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


د يهوداه بادشاه د يوآس زوئ امصياه د بادشاهۍ په پينځلسم کال د يهوآس زوئ يربعام د اِسرائيل بادشاه شو او په سامريه باندې يې يو څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.


د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح د بادشاهۍ په دوېم کال، د عُزياه زوئ يوتام د يهوداه بادشاه جوړ شو


مالِک خُدائ په عُزياه باندې د جذام بيمارى راوستله، چې د هغه وخت نه دا بيمارى ټول عُمر ورسره وه. هغه په يو جدا کور کښې اوسېدو او د هغۀ زوئ يوتام د محل مشر شو او په هغه مُلک يې حکومت کولو.


چې عُزياه مړ شو نو د خپل پلار نيکۀ سره د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يوتام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


يوتام د پينځويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ شپاړس کاله په يروشلم بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يروسا د صدوق لور وه.


احاز د شلو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. هغه د خپل پلار نيکۀ داؤد په شان نۀ وو، او په ځائ د هغې يې هغه کار کولو چې په څۀ مالِک خُدائ ناراضه کېدو.


هغوئ شپږ سوه غوَيى او درې زره ګډان هم راوستل چې د خلقو د خوړلو دپاره قربانى شى.


په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په حقله هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو.


کله چې د عُزياه نمسى او د يوتام زوئ احاز بادشاه په يهوداه باندې بادشاهى کوله، نو د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح په يروشلم باندې حمله وکړه، خو هغوئ د دې ښار قبضه کولو کښې ناکامه شول.


د مالِک خُدائ کلام په اول ځل په يرمياه د امون په زوئ يوسياه د يهوداه د بادشاهت په ديارلسم کال نازل شو،


د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او ما ته يې وفرمائيل،


د مالِک خُدائ کلام په حزقى‌ايل اِمام، د بوزى په زوئ باندې د کبار د سيند په غاړه د بابل په مُلک کښې نازل شو او د مالِک خُدائ لاس په هغۀ وو.


د مالِک خُدائ کلام چې په يوايل د فتوايل په زوئ نازل شو.


د عاموس پېغام، چې د تقوع ښار يو شپون وو. دا هغه پېغام دے څۀ چې هغۀ د زلزلې نه دوه کاله مخکښې د اِسرائيل په حقله په رويا کښې وليدل، کله چې عُزياه د يهوداه بادشاه وو او يربعام د يهوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.


د مالِک خُدائ کلام د امِتى په زوئ يُونس نازل شو،


د مالِک خُدائ پېغام چې د مورشيت ميکاه باندې د يوتام، احاز او حزقياه د حکومت په دوران کښې نازل شو، چې د يهوداه بادشاهان وُو. هغه رويا چې هغۀ د سامريه او يروشلم په حقله وليده.


د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ د دوېم کال په اتمه مياشت، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه پېغمبر، د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو،


هغه خلق خُدايان بللے کېدل چا ته چې د خُدائ پاک کلام راغلے وو، خو مونږ په دې پوهيږو چې صحيفې بدلېدے نۀ شى.


لکه څنګه چې هغۀ د هوسيع په کِتاب کښې فرمائيلى دى چې، ”هغوئ څوک چې زما اُمت نۀ وو، هغوئ ته به زۀ خپل اُمت ووايم، او هغه چې زما محبوبه نۀ وه، هغې ته به خپله محبوبه ووايم.


ځکه چې يوه پېشګوئې هم کله د بنى آدم په خپله رضا نۀ ده نازله شوې، بلکې بنى آدمو د روحُ القُدس په وجه د خُدائ پاک د طرف نه خبرې کولې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan