9 دا خېمه د موجوده زمانې يو مِثال دے او په دې کښې داسې نذرونه او قربانۍ ورکړے شوې چې په هغې د عبادت کوونکى ضمير پاک کولے نۀ شو.
خو د آدم نه تر موسىٰ پورې مرګ په دُنيا غالب وو په هغه چا هم چې د آدم په شان ګناه يې نۀ وه کړې، آدم د راتلونکى عيسىٰ دپاره يو نمونه وو.
نو ولې شريعت د خُدائ پاک د وعدو خلاف دے؟ نه، هيڅکله نه. ځکه چې کۀ داسې شريعت ورکړے شوے وے چې ژوند يې ورکولو نو بيا به صداقت د شريعت په وسيله راغلے وو.
او هر يو اِمام روزانه د هغۀ خدمت کښې ولاړ وى او هم هغه يو رنګ قربانۍ بيا بيا پېش کوى کومې چې هيڅکله هم ګناهونه نۀ شى ختمولے.
ځکه چې د اِبراهيم په دې ايمان وو چې خُدائ پاک د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو قدرت لرى، نو څنګه چې هغۀ وئيل نو هم هغسې يې هغه د مړو نه بيا ژوندے وموندلو.
هر مشر اِمام د انسانانو نه د دې دپاره منتخب کيږى چې خُدائ پاک ته د خلقو نمائندګى وکړى او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ پېش کړى.
نو بيا کۀ د ليوى اِمامانو په طريقه خلقو ته شريعت ورکړے شو او د هغوئ د طريقې په مطابق خلق کامِل کېدے شول نو بيا د دې خبرې څۀ حاجت وو چې بل اِمام يعنې مَلِکصِدق دې د هارون په ځائ مقرر کړے شى.
کۀ هغه په زمکه وے نو هغه به اِمام نۀ وے، ځکه چې نور اِمامان شته دے چې د شريعت په مطابق نذرانې پېش کړى.
ځکه چې مسيح هغه مقدس ځائ ته ورداخل نۀ شو چې په انسانى لاسونو جوړ وو چې د حقيقى عبادتخانې نقل وو، بلکې هغه په خپله په آسمان کښې داخل شو چې د خُدائ پاک په حضور کښې زمونږ دپاره حاضر شى.
او دا اوبۀ د دې بپتسمې په مثال دى چې اوس تاسو بچ کوى، د دې مقصد ګندګى لرې کول نۀ دى بلکې په دې مونږ خُدائ پاک نه خواست کوُو چې د عيسىٰ مسيح د بيا ژوندى کېدو په وسيله زمونږ ضميرونه پاک کړى،