7 خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله.
مالِک خُدائ، خُدائ پاک سمدستى عُزه ته په قهر شو او وې وژلو ځکه چې هغۀ په بېادبۍ سره د لوظ صندوق له لاس وروړے وو. عُزه د لوظ صندوق په خوا کښې مړ شو،
خو منسى د يهوداه او يروشلم خلق بېلارې کړل او هغوئ د هغه قومونو نه هم لوئې ګناهونه وکړل کوم چې مالِک خُدائ تباه کړى وُو کله چې بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل.
څوک څنګه د خپل زړۀ په ګناه پوهېدے شى؟ ما پاک کړه د پټو خطاګانو نه.
تر څلوېښتو کالو پورې هغه نسل ته غصه وم، ما ووئيل چې، ”دا هغه خلق دى چې زړونه يې ما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې.“
په کال کښې يو ځل به هارون د قربانګاه د کفارې رسم ادا کوى، چې کله د ګناه دپاره د قربان شوى ځناور وينه د قربانګاه د ښکرو په شان څيزونو باندې تويَولے شى نو دا پاکيږى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به دا د کفارې رسم هر کال ادا کيږى. دا قربانګاه به پوره مقدسه وى، ځکه چې دا ما مالِک خُدائ ته وقف ده.“
نو بيا پېغمبران او اِمامان هم دومره نشه دى تر دې پورې چې ډغرې وهى. هغوئ مے او شراب دومره زيات څښلى دى چې تيندکونه خورى. پېغمبران دومره زيات نشه دى چې خُدائ پاک کومه وحى نازلوى نو په هغې باندې نۀ پوهيږى او اِمامان هم دومره نشه دى چې د فېصلې ورکولو په وخت زنګيږى.
نو په دې وجه به په راتلونکى وخت کښې يو ځل بيا زما سلوک د دې قوم سره ډېر عجيبه او د حېرانتيا وى. بيا به د هغوئ د هوښيارانو هوښيارتيا ختمه شى او د هغوئ د پوهانو پوهه به غېبه شى.“
ځوانان زما د خلقو سره زياتے کوى، او ښځې په هغوئ باندې حکومت کوى. اے زما خلقو، خپلو مشرانو تاسو په غلطه لار باندې روان کړى يئ، او هغوئ ستاسو لارې ستاسو نه ګډې وډې کړې دى.
د قوم مشرانو خلق بېلارې کړى دى او د تباهۍ په طرف يې روان کړى دى.
هغوئ خپلو د لرګى بُتانو سره مشوره کوى، د هغوئ خيال دا وى چې د هغوئ امسا هغوئ ته د راتلونکى وخت حال وئيلے شى. د هغوئ د بُت پرستۍ شوق هغوئ لکه د زناکاره ښځې په غلطه لار روان کړى دى. هغوئ زنا کړې ده چې خپل خُدائ پاک يې پرېښے دے.
دا اصُول به د همېشه دپاره وى. په کال کښې يو ځل به خامخا د اِسرائيلو د ټولې ګناه نه د پاکوالى دپاره کفاره ادا کيږى. نو موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.
هغه به خامخا اِمام ته د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ يا چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى. اِمام به د هغۀ د ګناه دپاره کفاره ادا کړى کومه چې هغۀ په غلطۍ سره کړې وى او هغه به معاف کړے شى.
نۀ به تېزه منډه وهونکى وتښتېدے شى، او نۀ به طاقتور کښې طاقت پاتې شى، او نۀ به جنګيالى خپل ژوند بچ کړے شى.
اِمام به د قوم دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف کړے شى، ځکه چې هغه کار په غلطۍ سره شوے وو او هغوئ خپله د ګناه نذرانه په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته راوړه.
هغوئ د خپلو سوچونو په تيارو کښې ډوب شوى دى او کوم ژوند چې خُدائ پاک ورکوى نو د جاهليت او د هغوئ د زړونو د سختوالى په وجه هغوئ د هغې نه لرې شوى دى.
بلکې دا قربانيانې هر کال ګناهونه رايادوى.
دا زمونږ اُميد دے او دا زمونږ د ژوند دپاره رښتينے او مضبوط لنګر دے او دا داسې اُميد دے چې د پړدې دننه مقدس مقام ته رسېدلے دے،
او هغه دې د نورو مشرانو اِمامانو په شان د دې محتاج نۀ وى چې هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بيا د اُمت د ګناهونو دپاره قربانۍ ورکوى ځکه چې دا کار هغۀ په يو ځل د ټولو دپاره وکړو کله چې يې خپل ځان قربان کړو.
او د دوېمې پړدې نه وروستو هغه خېمه وه چې ورته زيات مقدس ځائ وائى.