6 هر کله چې دا څيزونه دغه شان تيار کړے شول نو اولنۍ خېمې ته به اِمامان همېشه وخت په وخت ورننوتل او خپل د عبادت کار به يې کولو.
هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.
هغۀ خپل ځان د آسمانى لښکرو د شهزاده په شان دومره اوچت وګڼلو، او هغۀ ته د روزانه قربانۍ پېش کول يې ختم کړل او د مالِک خُدائ کور يې پليت کړو.
د ليوى قبيلې خپل خپلوان هم د ځان سره راوله، چې تا سره په کار کښې مدد وکړى، په هغه وخت کښې چې تۀ او ستا زامن په خېمه کښې خِدمت کوى.
دا په اور تيارېدونکې نذرانې دى چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې دپاره، دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
هغوئ بنى اِسرائيليان دى او هغوئ د خُدائ پاک بچى بللے شوى دى او ورته جلال، وعدې، شريعت، عبادت او لوظونه ورکړے شوى دى.
نو بيا کۀ د ليوى اِمامانو په طريقه خلقو ته شريعت ورکړے شو او د هغوئ د طريقې په مطابق خلق کامِل کېدے شول نو بيا د دې خبرې څۀ حاجت وو چې بل اِمام يعنې مَلِکصِدق دې د هارون په ځائ مقرر کړے شى.