5 د لوظ صندوق دپاسه د وزرو والا مخلوق جوړ شوى وُو چې د کفارې په تخت يې سورے کړے وو. مونږ اوس دا خبرې په نور تفصيل نۀ شُو بيانولے.
او دُعا يې وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د اِسرائيل خُدايه پاکه، تۀ د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست يې، يواځې تۀ خُدائ پاک يې، چې د دُنيا په ټولو بادشاهانو باندې حکومت کوې. تا زمکه او آسمان پېدا کړى دى.
داؤد سليمان ته د مالِک خُدائ د کور د ټولو عمارتُونو، د برنډو، د ګودام د کوټو او نورو ټولو کوټو او د زيات مقدس ځائ نقشه وښودله، چرته چې د ګناه دپاره کفاره ادا کيږى.
اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره، تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه، تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه
مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.
هغه به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې خوشبوئى په اور باندې واچوى او د خوشبويۍ لوګے به د لوظ صندوق د کفارې تخت پټ کړى نو هغه به دا ونۀ ګورى او مړ به نۀ شى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”خپل ورور هارون ته ووايه چې هغه به صِرف په مناسب وخت د پړدې شا ته زيات مقدس ځائ ته ننوځى، ځکه چې زۀ به هلته په وريځ کښې د لوظ صندوق د کفارې تخت دپاسه راښکاره کېږم. کۀ هغۀ نافرمانى وکړه، نو هغه به ووژلے شى.
کله چې موسىٰ مقدسې خېمې ته دننه لاړو چې د مالِک خُدائ سره خبرې وکړى، هغۀ د مالِک خُدائ خبرې واورېدلې چې د لوظ د صندوق د سر دپاسه او د دوه وزرو والا مخلوق د مينځ نه يې د هغۀ سره کولې.
هغوئ بنى اِسرائيليان دى او هغوئ د خُدائ پاک بچى بللے شوى دى او ورته جلال، وعدې، شريعت، عبادت او لوظونه ورکړے شوى دى.
په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى.
نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.
هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.
نو هغوئ سيلا ته پېغام وړُونکى ولېږل او د ربُ الافواج د لوظ صندوق يې واپس راوړو، چې د وزرو والا د مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے. او د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د لوظ صندوق سره راغلل.