صِرف ليويان به د خېمې خيال ساتى او د دې پوره ذمه وارى به تر سره کوى. دا قانون به د همېشه دپاره ستاسو د اولاد دپاره هم وى. د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې به ليويانو ته هيڅ زمکه نۀ ملاويږى چې خپله يې شى،
نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے، کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى، او دا صرف زما دپاره نه بلکې د هغوئ ټولو دپاره هم دے څوک چې د هغۀ د راتلو خواهشمند دى.
تاسو د خُدائ پاک د هغه ورځې د راتلو اِنتظار کوئ چې هغه زر راشى چې د کومې په وجه به آسمانونه په اور کښې وسوزى او برباد به شى، او ستورى او سيارې به د اور د تاو نه ويلى شى.
ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بېشکه دا به دغه شان وى. آمين.