Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 9:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 هغه آسمان ته د خپل ځان د بار بار قربانۍ پېش کولو دپاره داخل نۀ شو څنګه چې مشر اِمام په زمکه باندې کال په کال هغه زيات مقدس ځائ ته د ځناورو د وينى سره ورننوځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 9:25
9 Iomraidhean Croise  

په کال کښې يو ځل به هارون د قربان‌ګاه د کفارې رسم ادا کوى، چې کله د ګناه دپاره د قربان شوى ځناور وينه د قربان‌ګاه د ښکرو په شان څيزونو باندې تويَولے شى نو دا پاکيږى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به دا د کفارې رسم هر کال ادا کيږى. دا قربان‌ګاه به پوره مقدسه وى، ځکه چې دا ما مالِک خُدائ ته وقف ده.“


او د خُدائ پاک د مرضۍ په وسيله مونږ د عيسىٰ مسيح د بدن د يو ځل قربانېدو په وجه د همېشه دپاره پاک کړے شُو.


نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو.


هغه يو ځل د ټولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتو، د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو.


نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بې‌عېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.


نو يوه خېمه جوړه کړے شوه چې په اوله حِصه کښې ډيوټ، مېز او پېش کړے شوې روټۍ وې، چې ورته مقدس ځائ وائى.


ځکه چې داسې به هغۀ د دُنيا د پېدايښت نه دا تکليف بيا بيا زغملو. خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى.


خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan