بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د سوزېدونکې قربانۍ د نذرانو دپاره به دا اصُول وى او په قربانګاه به وينه وشيندلے شى کله چې دا تياره شى،
هغه کس به دا اِمام له راوړى، اِمام به يو موټے ترې نه د نښې په توګه واخلى چې دا ټول مالِک خُدائ ته پېش کړے شوى دى او په اور سوزېدونکې نذرانې سره به يې په قربانګاه باندې وسوزوى. دا يوه داسې نذرانه ده چې ګناه لرې کوى.