21 او هم دغه شان هغۀ په خېمه کښې او په عبادت کښې استعمالېدونکو ټولو څيزونو باندې وينه ونوستله.
موسىٰ د ځناورو هغه نيمه وينه واخستله او په ښانکونو کښې يې واچوله، او هغه نوره نيمه يې په قربانګاه وشيندله.
د خپلې ګوتې سره د سخى څۀ وينه واخله او د قربانګاه د څلورو ښکرونو په شان څيزونو پورې يې وسُولوه. بيا هغه پاتې وينه د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړه.
ګډ حلال کړه او څۀ وينه يې واخله او دا د هارون او د هغۀ د زامنو د ښى غوږُونو په نرمو ځايونو پورې، د هغوئ د ښى لاسونو په غټو ګوتو پورې او د هغوئ د ښۍ پښو په غټو ګوتو پورې ولګوه. بيا هغه پاتې وينه د قربانګاه څلورو واړو طرفونو ته وشينده.
هره ورځ خامخا يو سخے د نذرانې په توګه قربانى کوئ، نو چې د ګناه کفاره ادا کيږى. دا به قربانګاه پاکه کړى. د مقدس کولو دپاره يې د زيتُونو په تېلو غوړه کړئ.
بيا د زيتُونو په تېلو باندې غوړولو سره خېمه او د دې ټول سامان وقف کړه او داسې به دا مقدس شى.
موسىٰ دا حلال کړو او څۀ وينه يې واخستله او د خپلې ګوتې سره يې د قربانګاه په ښکرونو پورې ولګوله، د دې دپاره چې وقف يې کړى. بيا هغۀ پاتې شوې وينه د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړه. نو دا يې وقف کړه او د دې کفاره يې ادا کړه.
موسىٰ دا حلال کړو او د دې وينه يې د قربانګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله.
هغۀ غوَيے او ګډ د خلقو دپاره د سلامتۍ نذرانې په توګه حلال کړل. د هغۀ زامنو هغۀ له وينه راوړه او هغۀ د قربانګاه په څلورو واړو طرفونو باندې واچوله.