20 او هغۀ وفرمائيل چې، ”دا د هغې لوظ وينه ده د کوم حُکم چې خُدائ پاک تاسو له درکړے دے.“
بيا موسىٰ هغه وينه راواخستله چې په ښانکونو کښې وه او په خلقو يې وشيندله. هغۀ وفرمائيل، ”ګورئ، دا وينه د لوظ د پوخوالى دپاره ده کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے چې کله هغۀ دا ټول حُکمونه درکول.“
اے زما قومه، ما تاسو سره لوظ وکړو او د هغې تصديق د قربانۍ وينې سره وشو، د دې دپاره چې زۀ به ستاسو قېديان د اوچ کندو نه آزاد کړم.
دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو د ګناهونو د معافۍ دپاره توئيږى.
نن تاسو د هغه لوظ دپاره راغلى يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو سره کوى چې هغه د قسم په شان پوخ دے،
اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو،
بيا هغوئ هغه کېمپ ته ورغلل چې په جِلجال کښې وو او يشوَع او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”مونږه د لرې مُلک نه راغلى يُو. مونږ غواړُو چې تاسو مونږ سره يوه معاهده وکړئ.“