اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ. زۀ به تاسو سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړم او زۀ به تاسو له هغه نۀ ختمېدونکې مينه درکړم چې ما يې د داؤد سره لوظ کړے وو.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو هغه ورځې راتلونکې دى چې خلق به نور داسې قسم نۀ خورى چې په هغه ژوندى خُدائ مو دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر کړل،
مالِک خُدائ فرمائى چې، ګوره، نو هغه وخت راروان دے چې زۀ به خپل خلق اِسرائيل او يهوداه د جلاوطنۍ نه بحال کړم او هغه مُلک او ځائ ته به يې واپس راولم کوم چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو او دا به بيا د هغوئ ملکيت وى، دا مالِک خُدائ فرمائى.“
زۀ به د هغوئ سره ابدى لوظ وکړم، چې زۀ به د هغوئ سره ښېګړه کول هيڅکله نۀ پرېږدم. او زۀ به خپله يره د هغوئ په زړُونو کښې واچوم، ترڅو چې نور هغوئ ما نه لرې لاړ نۀ شى.
زۀ به د هغوئ سره د امن يو لوظ وکړم، او دا به ابدى لوظ وى. زۀ به هغوئ په خپل مُلک کښې آباد کړم او د هغوئ شمېر به زيات کړم، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې خپله مقدسه عبادتګاه د تل دپاره جوړه کړم.