13 کله چې خُدائ پاک د نوې لوظ خبرې وکړې نو اولنے يې منسوخ کړو، او کوم څيز چې منسوخ او زوړ شى هغه به زر فنا شى.
بره آسمان ته وګورئ، او لاندې زمکې ته وګورئ. آسمانونه به د لوګى په شان ورک شى، او زمکه به د زړې چِرړې په شان ورَسته شى، او د دې ټول خلق به د مچانو په شان مړۀ شى. خو زما خلاصون به د همېشه دپاره وى، او زما صداقت به هيڅکله نۀ ختميږى.
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
او هم دغه شان يې د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په هغه وينه کښې کومه چې ستاسو دپاره توئيږى، د خُدائ پاک او انسانانو تر مينځه نوے لوظ دے.
مينه هيڅکله نۀ ختميږى، خو پېشګويانې به ختمې شى، او د نورو ژبو نعمتونه به هم ختم شى، او عِلم به هم فنا شى.
چا چې مونږ د خپل نوى لوظ د خادِم کېدو جوګه کړو، دا لوظ د ليکلے شوى شريعت نه نۀ دے، بلکې د روح نه دے. ځکه چې زوړ ليکلے شوے شريعت وژل کوى، خو د نوې لوظ لاندې روح ژوند ورکوى.
نو بيا کۀ څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوے مخلوق دے. زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول.
هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتې يې، او هغه ټول به د جامو په شان زاړۀ شى.
او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.
هم د دې قسم په وجه عيسىٰ د يوې قوى وعدې ضامن شو.
خو کوم خدمت چې عيسىٰ ته ورکړے شوے دے د زوړ لوظ نه د هغۀ مينځګړتوب ډېر زيات بهتر دے ځکه چې دا لوظ د ښۀ وعدو په بنياد شوے دے.
خو خُدائ پاک په خلقو کښې نقصان پېدا کړو او هغۀ وفرمائيل، ”مالِک فرمائى چې هغه وخت راروان دے چې زۀ به د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم.
په دې وجه مسيح د نوى لوظ مينځګړے دے. نو مقصد يې دا دے چې څوک خُدائ پاک بللى دى چې هغوئ هغه وعده کړے شوے ابدى ميراث حاصل کړى، ځکه چې کومه قربانى چې مسيح ورکړه هغې هغوئ د هغه اولنى لوظ د خطاګانو نه آزاد کړل.